2. 2
درماتولوژی
تعریف : د پوستکی او د پوستکی دناروغیو ساینس ته درماتولوژی وایی.
درماتولوجست:
According to the American Academy of Dermatology, “A dermatologist is a physician who
has expertise in the diagnosis and treatment of pediatric and adult patients with benign and
malignant disorders of the skin, mouth, external genitalia, hair and nails, as well as a
”.number of sexually transmitted diseases
د پو ستکی ا نا تو می ا و فز یو لو ژی:
پو ستکی د ا نسا ن د عضو یت ترټولو لوي غړی ده ، د بدن ۶۱٪ وزن تشکیلوی چی د لسو نو په
ورغیو او د پښو په تلو کی ترټولو ضخیم او په جیږمو کی تر تولو نازک وی.
1.) Glabrous Skinښویي او بي وی ښتو جلد(: د لسونو د ورغیو او د پ ښو د تلو
پوستکی ویښتان او د هنیه غد وات نلری خو حسی جسیماتو په کی ښه انکشاف کړی دی
او کپسول لرونکی وی.
2.) Hairy skinویښته لرونكي جلد(: د و یښتانو فالیکلونه او د هنیه غدوات لر ی ولی
کپسول لرونکی حسی ا عضا نلري.
جلد د دریو طبقو څخه جوړشویدی:
اپی درمیس، درمیس ،او تحت الجلد چی درمیس او اپی درمیس ته په یوځایی ډول Cutisوایي.
اپی درمیس یو مطبق اپیتیلیم) ( stratified epitheliumدی چي ضخامت یی د ۱،۰ ملی مترو څخه
بیا تر ۱ ملی مترو پوری رسیږی او د د ننه پلوه څخه د با ندی پلو ته ) د جلد سطحي( ته د لندی طبقو
څخه جوړشویدی.
• قاعدوي طبقه :(Basal cell layer (stratum germinatumد استوانه یی اپیتیل یوی طبقی
څخه جوړه شوی چی د اپی درم اپیتل ددی طبقی څخه تولیدیږی او دا حجرات چی کله دباندی او
پورته خواته په حرکت کی وی ورو ورو او تدریجی شکل سره اواریږی او استحاله کوی.
• :(Prickle cell layer (stratum malpigiiد ا طبقه د څو ضلعی خشت فرشي حجراتو د څو
طبقو څخه جوړه شویده چي دا حجرات یود بل سره د بین الجحروی ا ړیکو یا اغزي ماننده
ساختمانونو ) (pricklesپه و سیله نښتی دی.
• (Granular cell layer (stratum granulusmدانه لرونكي طبقه: ددی طبقی حجرات
ماکوشکله وی او ددی حجراتو هستی د keratoheyalinپه گرینولز )دانو( باندی ټوټی شوی
وی.
1. روڼ ه طبقه ) :(Stratum lucidumیواځی د پښو په تلو او د لسونو په ورغیو کی چی پڼډ
پوستکی لري لیدل کیږی او دا حجرات منظم او څرګند شكل نه لري ).(amorphous
2
3. 3
• (Horny layer (stratum corneumقرني طبقه: تر ټ ولو سطحی طبقه ده ، ددی طبقی
حجرات cornifiedوی او د کارنیوسایتونو په نوم یادیږی دا حجرات هستی نلری.
په اپیدرمیس کی كیراتینوسایتونه ) ،(keratinocytesمیلنوسایتونه ، لنګرهانز )(Langerhans
حجرات او Merckleحجرات موجود وی.
کیراتینوسایت حجرات له یو پلوه کیراتین جوړوی او دبل پلوه جوړ شوي كیراتین ذخیره کوی او د اپی
درم د ۰۸٪ څخه تر ۵۸٪ پوری برخه جوړوی. کیراتین په اوبو کی یو منحل پرو تین دی.
میل نو سا یتونه ترشحی د ندرایت لرونکی حجرات دی چی د میل نین صباغ د خپلو دندرایتونو په
ذریعه اپی درم اود ویښتانو حجراتو ته انتقالوي.د اپی درم په قاعدوی برخه کی ددی حجراتو توزیع
د کیراتینوسایت سره ۱: ۵ څخه بیا تر ۰۱:۱ پوری ده.یوه میلنوسایت حجره ۶۳ کیراتینوسایت حجرو
ته میلنین صباغ اماده کوی.
لنگرها نز حجرات هم دندرایتونه لری او د دوی مهمه دنده د تماسي الرجنونو نیول او Tلمفوسایتونو
ته د هغوی پیش کول دی. دا حجرات د لمفاتیک چینلونو په ذریعه په متداوم ډول د جلد او د لمف
نوډونو ترمنځ په حرکت کی دی. ددی سربیره دا حجرات د خشت فرشي اپي درم په اداره او تنظیم
)اورگانیزیشن( او دنده کی هم ونډه لری او معمولً د اپی درم په منځنی برخه کی وی او د اپی درم په
یو ملی متر مربع سطحه کی ۰۰۸ لنګر هانز حجرات وجود لری.
ډواړه نوعه میل نوسا یت او لنگرها نس حجرات د haematoxylin eosin stainپه وسیله
خالیګاوي لرونكي ) ( vacuolatedښکاری او د ځانګړو رنگونو په ذریعه سره رنگ کیږی.
میرکل حجرات اپی درمیس لندی واقع دی او د تماس د اخذو په ډول دنده سرته رسوي .
:Basement membrane zoneد درمیس او اپیدرمیس د یوځای کیدو برخه په متناوب شکل سره
په درمیس کی د اپیدرمیس د طبقی د داخیلیدو په وسیله منځ ته راځی چی د دغه جوړښت د درمیس
برخی ته درمل پاپیل ) (dermal papillaا ود اپي درم برخی ته rete ridgesوایی چی دا ځانګړی
جوړښت د درمیس او د اپیدرمیس د دغه اتصالی برخی د ل ډیر تیګښت باعث ګرځی.دا زون
لندی برخی لری:
:Basal laminaددی زون لومړنی برخه ده چی د قاعدوی غشا لندی موقعیت لری.
:Lamina lucidaددی زون دوهمه برخه ده چی د لومړی برخی سره په یوځای ډول ددی برخی
په جوړښت کی ونډه لری.
:Lamina densaد کولجن زیات الیاف لری او د درم علوی برخی سره په تماس کی وی.
:Sub lamina densaد لمینا ډینسا څخه لندی پرته برخه ده چی د درم د حجراتو سره ګډه
وی.
دا برخه د پوستکی د ځینو ایمینولوژیک ناروغیو ) (Bullous diseasesلپاره ډیر داهمیت وړ ده.
درمیس :
د درمیس ضخامت د 3,0 ملی مترو څخه تر 3ملی مترو پوری رسیږی او لندی دوه برخی لری.
1. Papillary dermisد درمیس علوی برخه
3
4. 4
2. The reticular dermisد درمیس جال ماننده او سفلی برخه.
د د رمیس په طبقه کی ل ند ی سا ختما نو نه و جو د لری:
• Connective tissue fibersد منضم نسج فایبرونه
• Cellular elementsحجروي عناصر
• Blood vessels and lymphaticsد ویني او لمفاتیك رګونه
• Nervesاعصاب
• Musclesعضلت
• Epidermal appendagesد اپي درم ضمایم
د منضم نسج فا یبرونه په زیاته اندازه د کولجن فا یبرونو څخه جوړشویدی ولی په کمه اندازه د
الستیک یا ارتجاعي فایبرو او ریتکولریا جال ماننده فا یبرونو څخه جوړ دی، دوی ټول د څو قیمته
قندو او پروتینو څخه جوړی ځمكني مادي) (ground substanceکی د بنډلونو په شکل و جود لری.
په درمیس کی فا یبرو بل ست، ما ست حجرا ت ،او histiocytesموجود وی. د fibroblast
حجرات د منضم نسج فایبرونه او ځمكني ماده جوړوی ، د ماست حجرات هستا مین ازادوی او
هستوسایت حجرات په حقیقت کی فا گو سایت حجرات دي.
د درمیس په پورتنی برخه یا درمل پاپیل کی د ویني درګونو سطحی جال ته ورته جوړښت )
(Subpapillary plexusاو د درمیس په عمیقه برخه كي د ویني درګونو عمیق جال ماننده
جوړښت ) (deep reticular plexusمو قعیت لری چي لمفاتیك جریان هم ددوي سره ملګري وي
ولی په Subpapillary plexusکی capillary bedsنظر deep reticular plexusته زیات وی.
د درمیس په عمیقه برخو کی شریانونه د وریدونو سره د کپیلریو د جوړیدو څخه بغیر خوله په خوله
وی چی دا تفمومونه د یو ګروپ بیضوی شکله ملسا عضلتو په وسیله راچارپیر شوی دی او په
حقیقت کی د وینی د جریان لپاره د معصری دنده سرته رسوی او د اړتیا پر وخت تقلص او استرخا
کوی.ددی معصری عصبی کنترول د سیمپاتیک سیستم په وسیله ترسره کیږی. دغه کانال شکله
مخصوص جوړښتونه د ٍ Sucquet – Hoyer Canalپه نوم یادیږی او هغه حجرات چی ددی
تفمماتو په چارپیر راتاو شوی دی د Glomus cellsپه نوم یادیږی.
د پوستکی ملسا عضلت عبارت دی له dartose muscleپه جفن کی، erector pili muscleد
ویښتانو په فالیکول کی، او د تی د څوکی په چارپیر ملسا عضلت. همدارنګه مخطط او غیر ارادی
عضلت په مخ کی muscle of facial expressionاو په غاړ ه کی د platysmaغضلتو څخه
عبارت دی.
د پوستکی حرکی تعصیب د اتونوم سیستم په وسیله ترسره کیږی.ا درینرجیک اعصاب ملسا عضلت،
شریانچي ، د ویښتانو نیغونكي ), (erector pilli muscleعضلت او دواړ ه ډوله عرقیه غدوات
) apocrineاو (eccrineتعصیبوی. کولینرجیک فایبرونه یواځی ا کرین غدوات تعصیبوی.
د درد حرارت او خارښت ا حسا س د غیر میالیني فایبرونو په و سیله چی د و یښتا نو د فالیکول په
گردچارپیر کی مو قعیت لری انتقال مومی.
4
5. 5
. Vater Pacinian corpusleپه هایپودرم کی موقعیت لری او د فشار د احساس دنده په غاړه لری،
Ruffini Corpuscleد درم په طبقه کی قرار لری او د حرارت حس دنده په غاړ ه لری، Mekel
Diskد درم په طبقه کی قرار لری او د تماس حس دنده په غاړه لری، Krause Corpuscleد درم په
مختلفو عمقونو کی قرار لری د یخنی د حس دنده په غاړه لری، او Meissner Corpusclesد درم په
پاپیلوو کی موقعیت لری دوی هم د تماس د حس دنده په غاړه لری.
د اپیدرم ضمایم : دواړه ډوله عرقیه غدوات) Ecrineاو ،(Apocrineدهنیه غدوات ، ویښتان ،
او نوکان د اپیدرم د ضمایمو په ډله کی شمیرل کیږی.
عر قیه غد وات اپیدرمل منشا لری ولی په د رم کی د اپي درم د ښكته طرف نمو له كبله من ځ ته
راځي چي دا غدوات د خولو په جوړولو سره د بدن د حرارت درجه کموی. اکرین غد وات د بد ن د
ټو لو برخو په پوستکی کی سته ولی د ل سونو په ورغویو او د پښ و په تلو کی زیاد لید ل کیږی ،
عرقیه غدوات په مخاطی غشا کی نه وی ، د جوړښت له پلوه دا غدوات د درمیس په برخه کی حلقه
یي او مارپیچ سا ختما ن لری ا و فو حه یی د جلد سطحی ته خل صه د ه چی په سترگو نه لید ل کیږی.
اپوکراین غدوات لوی عر قیه غدی دی چي به تخرګونو، مقعدی جنسی برخو, د تي د څوكي، او د
تي د څوكي ګرد چارپیربرخو کی لیدل کیږی، ولی د بلوغ تروخته پوری غیرفعاله وی او تعدیل شوي
اپوكرین ) (Modified Apocrineغدوات په خارجی غو ږ او جیږمو کی وجود لری . د اپوکراین
غدواتو ترشحا ت د ویری, روحي فشار، درد اویا د جنسی فعا لیت په ځواب کی سر ته رسیږی دوی
مارپیچ- قناتي غد وا ت دی چی قنات یی د ویښتانو په هغه فالیکل کی خلصیږ ی کوم پوری چی
دوی وصل وی.
دهنیه غدوات د ورغیو, د پښو د تلو, او د پښو د ظهر ی برخود پوستکی په استثنا نور د بدن په
ټ ولو برخو کی لیدل کیږی. دا غدوات ) holocrineچي حجره د محتوي سره یو ځاي په مكمل ډول
سره ترشح كیږي( غدوات دی چي په زنه, تندي , مخ ,او د سرپه جلد کی زیاد لیدل کیږی د جوړښت
له پلوه لوبونه لرونكي غدوات دی او د و یښتانو د فالیکول په چارپیر زیاد لیدل کیږی. sebumددی
غدواتو ترشحات دی چی د pilo-sebaceousقنات په وسیله د پوستکی سطحی ته راوځی.د ترکیب
له پلوه سیبم د شحمی اسیدونو, کولوسترول, او نورو اجزاو لرونکی وی ، د دندی په اړه یي د نظریاتو
اختلف موجود ده ممکن په پوستکی کی د رطوبت ساتلو او د بکتر یائی او فنگسی ناروغیومخه نیول
یي دنده وي.
ون نین ښتنان ننن :
و یښتا ن د ری نو عي لری
• : Lanugo hairsغیر مجوف ویښتان دی چی نرم او کم رنګه وی او د عمر په تیریدو سره
کمیږی . په کم او زیاته اندازه په ټول بدن کی لیدل کیږی .
• Terminal hairsیا نهایي ویښتان: مجوف او صباغی ویښتان دی چي د سر ،تخرګونو،
جنسي نواحیو, ږیری او بریتا نو په برخه کی لیدل کیږی.
5
6. 6
• Stiff hairsیا سخت ویښتان: د ورځو, با ڼو, د پوزی او د غوږ و یښتا ن دی.
په یو میا شت کی اوسط ډول د یو سانتی متر په اندازه و یښتان لویږی او هر ځا نگړی ویښته د یو
څخه بیا تر شپږ و کالو پوری د زرغونیدو په مرحله ) (anagen phaseکی وی یعنی ددي مرحلی
دوام په مختلفو خلکو کی مختلف وی بعضی و یښتان لکه د وروځو او د لینګیو و یښتان شپږ میا
شتی د زرغونیدو مرحله لری لدی مرحلی نه پس و یښتا ن د استراحت مرحلی یا telogenته
داخلیږی او باالخره توئږي.
هره ورځ یو شخص په نورمال ډول د 02څخه تر 001 پوری و یښتان له ل سه ورکوی د دوی ځای
نور ویښتا ن چی تازه د زرغونیدو مرحلی ته داخل شوی وی نیسی نو ځکه جلد بي ویښتانو نه
پاتي كیږي. د ښځ و او نا رینه وو د و یښتا نو توزیع د دوی د بدن په مختلفو بر خو کی د جنسی
هارمونو تر تاثیر ل ندی صورت نیسی.
و یستان د بدن د تودوخی په کنترولو کی مهمه و نډ ه لری یعنی د تبخیر اوبړاس په پرمخ وړلو او
پورته كولو كي مهم رول لري. لد ی څخه علوه د حسی عضوی په حیث او د ثانوی جنسی خواصو له
جملی څخه شمیرل كیږي. د پوزی ویښتان هوا فلتر کوی او وروځ ی او با ڼ ه د خولو او اجنبی
اجسامو سترگوته داخلیدلو څخه مخه نیسی.
د درمیس هغه متبارزه برخه چی د ویښتانو غوټي یا پیاز طرف ته داخل شو یده د papillaپه نوم
یاد یږی. پدی پا پیل کی د و یښتا نو لپاره وینی رگ ونه ، او تعص یب موجود د ی. د و یښتانو
روغتیا د شخص په روغتیا پوری اړ ه لری. د و یښتانو لیدونکی برخه د ویښتا نو مړ ه بر خه ده
غوړول او ږمنځول یي په نمو کی کوم تغیر نه راولی تنها ښ ه ښکاره کیدو کی ورسره مر سته
کوی.
نو کا ن:
د گوتو خلفی سطحه د یو قوی او قسما نه كږیدونكي نس ج په وسیله پوښل شویده چی نوکان ورته
وایی. د نوکانو اسا سی دنده د خارجی صدماتو څخه د گوتو ساتنه ده برعلوه لدی څخه د کوچنیو او
ظریفو شیانو پورته کول او د نورو لطیفو او نفیسو او دقیقو دندو سرته رسول دی.د نوکانو َلی ټ د
پ
نوکانو د بستر د پاسه وا قع وی، د نوکانو لندینی قسمت ازاد وی او دوه جوانب او علوی قسمت یی په
ترتیب سره د جا نبی او علوی ) (nail foldsپه ذریعه پو ښل شویدی.د نوکانو lanulaد علوی
قات څخه لندی مو قعیت لری او دا په حقیقت کی د نوكانو د matrixتر ټولو اخري قسمت څخه
عبارت ده متبا قی matrixعمیقا د نوكانو د علوي قات ) (proximal foldلندی موقعیت لری او نه
لیدل کیږی. نوکان د نوكانو د matrixڅخه نشونما کوی ، د لس د ګوتو نوکان په ۵ – ۶ میاشتو کی
عوض کیږی او دپښو د ګوتو نوکان د یو نیم کال په موده کی بدلیږی.ولی که نوکان د جراحی دعمل
په وسیله وویستل شی نو د لسونو نوکان په یوه نیمه میاشت او د پښو نوکان د ۳ میاشتو په موده کی
بیرته راځی ولی نوک یی نازک وی.
د نوكانوعلوي قات د وه ا پیتیلمی پوښونه یا ك َرونه لری یو یی هغه ده چی د لید لو وړ ده دی ته
َو
ظهري پوښ ) (Dorsal coverوایی او بل یی هغه چی د لیدلو و ړ نده او د ظهري پو ښ ل ندی
6
7. 7
قرار لری دی ته بطني پو ښ ) (Ventral coverوایی. ددی دوه سطحو د یوځایوالی په برخه کی
Cuticleد نوکانو په سطحه باندی لیدل كیږي او دغه کیوتیکل د نوکانو دماتریکس د ساتلو دنده په
غاړه لری.
تحت الجلد:
تحت الجلد دریمه او د پوستکی تر ټولوعمیقه برخه ده، او اساسا دا طبقه د شحمی حجراتو د لوبیولونو
څخه جوړه شویده چی دا لوبیولونه د فایبري نازكه پردو یا سیفتاوو په ذ ریعه یو د بل څخه جدا کیږی
چی د کولجن فایبر او غټ و دموی اوعیو لرونكي دی چی د دي نازكه پردو یا سیفتا کولجن د
درمیس د طبقی د کولجن سره تړاو لری. د بدن په مختلفو برخو کی تحت الجلد د جسامت په لحاظ
فرق لری ، په جیږمو کی دا طبقه وجو د نلری. تحت الجلد د محافظوي، عایق او د انرژي د ذخیري
دندی سر ته رسوی.
د پوستکی دندی:
1.د خارجی موادو څخه محا فظه کول: مثل تشعشع ، میخا نیکی صدمي
2.د حرارت کنترول.
3.د ویتامن ډی تر کیب.
4.حسي عضوه.
5.د عضویت د مایعاتو د ضایع کیدو مخنیوی کول.
6.جذب او زغمیدنه
7.د جلد د ښكاره كیدني ،احساس او بوي په وسیلي سره د جنسي – اجتماعي مفاهمي او
ارتباط عضوه.
8.د سمي موادو اطراح كول
د پوستکی دناروغیو اتیولوژی
لومړی : خارجی سببونه :
7
8. 8
1.پتوجن میکروبونه: کیدای شی پوستکی سره د میکروب د مستقیم تماس له کبله پوستکی منتن شی
او یا هم د وینی دجریان له لیاری پوستکی ته راورسیږی. مثلً د پوستکی توبرکلوز ، ویروسی
ناروغی او نور.
2.حیوانی پرازیتونه لکه ، Sarcoptes scabies، Lice, Leishmania tropicaحشرات کولی
شی مختلف درماتوزیس رامنځ ته کړی.
3.نباتی پرازیتونه: سطحی او عمیق فنګسونه، او کاندیدیا. دا ګروپ میکروبونه د پوستکی او
مخاطی غشا د منتن کولو لپاره ډیر زیات مسول دی.
4.فزیکی اسباب: په دی ډله کی ډیر زیات جلدی تشوشات شامل دی مثلً تروما، تودوخه، یخه اب
او هوا، او نور ، چی مختلفی جلدی ناروغی رامنځ ته کولی شی.
5.کیمیاوی عوامل: مثلً اسیدونه ، قلویات ، عضوی محللت، د ویښتانو رن ګ او نور رنګونه، د
ارایش مواد پورتنی ټول مواد د پوستکی سره د تماس په طریقه جلدی درماتوزیس رامن ځ ته
کوی.
دوهم : داخلی اسباب: په دی جمله کی هم ډیر تعداد ناروغی شاملی دی د مثال په ډول:
•هغه ناروغی چی د په بدن کی د ویتامینونو دکمښت له کبله پیداکیږی.
•سیستمیک تشوشات
•میتابولیک او اندوکراینولوژیک تشوشات
•حساسیتونه
•روحی اسباب
دریم : ولدی او ا ٍثی اسباب: دی ګروپ ناروغیو ته Genodermatosisوایی.څرنګ ه چی دا
ر
ګروپ ناروغی ا ٌثی دی نو ځکه د ژوندانه په لومړیو کلونو کی ښکاره کیږی.
ر
څلورم: Focal infectionیا ستوماتولوژیک اسباب: د خولی د مخاطی غشا تشوشات ، او محراقی
انتانات کیدای شی د جلدی ناروغیو لپاره سبب شی، مثلً د علوی تنفسی سیستم انتانی ناروغیو پسی
ځینی جلدی ناروغیو رامنځ ته کیدل لکه سوریازیس ، ارتیکاریا ، عمیقه مایکوزیس ، ایمینولوژیک بی
نظمی ، او الرژیک حالت کولی شی جلدی ناروغی رامنځ ته کړی.
پنځم :درماتولوژیک اسباب: ځینیی داسی جلدی ناروغی شته چی اسباب یی واضح نه دی چی هغه په
دی کتګوری کی راځی مث ً بولس ناروغی ، غیر وصفی جلدی التهابونه.
ل
شپږم: تومورال او میتاستازیک اسباب: چی په دی جمله کی یو تعداد مختلف سلیم او خبیث تومورونه
چی د مختلفو عواملو په وسیله رامنځ ته کیږی شامل دی.
دوهم فصل
8
9. 9
د جلد معا ینه كول:
ت ا ر ی خ چ ه : د پ و س ت ک ی د ن ا ر و غ ل پ ا ر ه د د ا خ ل ی ن ا ر و غ ت ه و ر ته ت ا ر ی خ چ ه ا خ س ت ل ک ی ږی
و ل ی د پو س ت ک ی ا ف ت ب ا ی د په ډی ر د ق ت س ر ه ت ف ت ی ش او م ع ا ی ن ه ا و ی و ځغ ل ن د ه ا ر ز ی ا ب ی ی ی
وشی. په دي كار سره معاینه كونكي ددی چانس پیداكوي چي په پاي كي د افت په
ا ړو ن د پ ه خ ا ص ډو ل وپ و ښت ي . ا ع ر ا ض ب ا ی د پ ه ت ر ت ی ب س ر ه ی ع ن ي د وخ ت ا و ز م ا ن پ ه
ن ظ ر ك ي ن ی و لو س ر ه ) (chronologicalډو ل س ر ه ت و ض ی ح ش ی .
د پو س ت ک ی د ا ف ت د م ع ا ی ن ی پ ر وخ ت ب ا ی د ل ن د ی ټک و ته ښه ز ی ر ن ه و ش ی :
1. د افت ځ ای او کرکتر خاصت اً په هغه وخت کی چي افت نوی ښ کاره شی.
2.د ا فت افاتو وسعت، تداوی )د خودسره درملنو په نظر کی نیولو سره(، او د درملنی
پایلی چی افت د ښه والی په لور و ړ ي او که د خرابیدو په لور ؟ همدارنگه که د پوستکی
ماوفه برخه لمر ته ښ کاره شی څ ه ډ ول عکس العمل رامن ځ ته کی ږ ی او که نه ؟ وا ضح
شی. په همدی ډ ول د الرژ ی په باره کی معلومات واخستل شی.
3.د جلدی تاریخچی په تعقیب د سیستیمیک ناروغیو باید مکمله او خلص تاریخچه واخستل
شی. د تاریخچی د تکمیل څخه ورسته عمومی فزیکی معاینات اجراشی او بیا مشرح
موضعی معاینات تر سره شی. په یاد مووی چی دلته هم لکه د یوی سیستسمیک ی ناروغی
لپاره ،سیستسمیک معاینات ا ړ ین او د اهمیت و ړ دی.
4. د جلد معا ینه کول باید په طبعی ر ڼ ا یعنی لمر او یا یو ښ ه مصنوعی رو ښ نایی كي
چي د جلد طبعي رن ګ ته تغیر ورنك ړ ي تر سره شی. په هم دی ډ ول د امکان ترحده پوری
ناروغ باید لو څ ک ړ ل شی او د ماوفه پوستکی معا ینه کول باید د ټ ول پوستکی د معاینی
په اخر کی ترسره شی .
ل ندی ا صطل حا ت د جلدی ا فا تو د تو ضیح په غر ض ا ستعما لیږییی:
ی
1. : Maculaد جلد د یوي برخي په رنگ کی تغیر چی infiltrationاو د جس و ړ ضخامت
په كي ونه لیدل شي لکه purpura, freckleاو داسی نو ر.
2. : Patchیو غت ما کیو ل ته و ا یی لکه Melasma
3. : Papuleپاپیول د جس و ړ یو مح اط شوي برامد ګي ده چي د یوسانتي متر څخه كم قطر
ولري لكه ذخي او د لیكن پلن س ناروغي پاپیولونه.
4. :Plaqueد پوستکی هغه برخه چی په قوام کی فرق راشی کیدای د پوستکی د سطحی
څ خه لو ړ وی یا ک ښ ته وی یا اوار وی پلك یو دسك شكله افت دي چي د پاپیولونو د
غ ټوالی او یا د څو پاپیولونو د یو ځای کیدو څ خه په لس را ځی لكه دسوریازیس د
ناروغي پلك ).(Psoriatic plaque
9
10. 01
5. : Whealویل یا تغمي د درمیس او یا د رمو- هایپودرمل ازیما ده چی د تخته كولو یا فشا
ر پري واردلو قا بلیت لری مثا ل یی urticariaده.
6. :Vesicleپه اپی درمیس کی او یا د اپی درمیس لن دی د مایعاتو تجمع ته وایی لکه
تماسي درماتیت contact dermatitisاو .herpes simplex
7. : Bullaeد مایعاتو تجمع چي په سایزكي غټ ه وي د بول یا ټ ناكي په نوم یادی ږ ي لکه
pemphigoidناروغي.
8. : Pustuleد وزیكول په شان افات چي د شفافي مایع په عوض د چرك څ خه ډ ك وي لکه
staphylococcalانتاني حالت وكي او pustular psoriasisكي.
9. :Erosionsد جلد د یوي برخي سطحی له من ځه تگ ته وایی. چي قرحه د جلد عمیقي
زیان له كبله رامن ځ ته كی ږ ي.
01. : Scaleب څ ري او پتري ډوله افات چي د جلد د ښ كاره پوست كییدو یا sheddingڅ خه
نمایدند ګ ي كوي. یا په بل عبارت کو چنی وچ exfoliationچی د جلد د علوی طبقی
څ خه رژی ږ ی لکه د سر پ ښ ه ) .(dandruff
11. : Crustsارچق د ا ګزودیت د وچیدو له كبله رامن ځ ته كی ږ ي لكه د مرداردانو یا امفیتی ګ و
ناروغي.
21. : Excoriationsد جلد د گرولو په ذریعه د اپی درم له من ځ ه تگ ته وایي.
31. :Atrophyد نورمال جلد خطوط یا markingاو شکل له من ځه تگ ته وایی چي د
انساجو د له لس ه وركولو له كبله رامن ځ ته كی ږ ي.
41. : Fissureد جلد دسطحي په تسلسل کی crackیا درز را پیدا كیدو ته وایي.
51. :Sclerosisد درمیس او تحت الجلد indurationsاو یا سخت والي ته وایی چي په
ځان ګړ ی ډ ول د فایبروزي نسج د زیاد تكثر له كبله رامن ځ ته كی ږ ئ لکه scleroderma
61. : Lichenificationد اپی درمیس ضخیم کیدلو ته وایی چي د جلد ماركین ګ زیا د او صبا
غي كی ږي او د گرولو او م ښ ولو په ذریعه منځځ ته را ځی لکه lichen simplexاو
chronic eczema
71. : Purpuraپرپورا یو محاط ماكیول او یا پچ ده چی په درمیس کی د اوعیو څ خه د وینی
extravasationsله کبله من ځ ته را ځي چی د شیش ئی سلی د په وسیله باندی د فشار په
وارد ولو سره له من ځه نه ځی كه چیرته سا یز یي كوچني وي د Petechiaeپه نو م
یادی ږ ي.
81. : Echymosisدرمیس طبقي ته په زیاته پیمانه سره دویني لیکاژ ته وایی چی ابی رن ګ ه
ښکاری.
91. :Telangectasiaد اوعیو د دایمی توسع څ خه عبارت د ه لکه په روزیاسي )
( Rosaceaپه ناروعي كي.
02. :Comedo neسپین یا تور پل ګ څ خه عبارت دي چي د دهنیه غدواتو فوحي بندوي لکه
ځوان داني ) (Acneاو د پوخ عمركمیدونونه ) .(Senile comedos
با الخاصه پل ټ ني:
01
11. 11
1. : غ ټ ښ ودونكي عدسیه: د غ ټ ښ ودونکو عد سیو په وسیله د جلد د معا ینه کول یو
سا ده ولی کو مک کو نکی میتو د دی.
2.) (Diascopyیا شیشه سل ید په وسیله تست اجراكول.
3. : Wood lightماوارابنفش شعاع د نیکل د اوکسایدو د فلتر څخه د تیریدو په صورت کی
تشخیص وضع کی ږی دا هم یو ساد ه ولی مهم تشخیصیه میتود ده. ددی معاینی په وسیله
فنگسی ناروغی او اریتراسما تشخیصی ږی ) ا ړ وند چپترونه وگوری(.همدارنگه په
ادرارکی دپورپا یرین د تشخیص لپا ره هم استعمالیری. Porphyria Cutana tardaبله
ناروغی ده چی ددی د تشخیص لپاره هم ددی معاینی څ خه استفاده کی ږی برعلوه په
غا ښ ونو کی د erythropietic Porphyriaپه حال تو کی او وینه كي د proto
Porphyriaپه حالت و کی هم fluorescenceښ ی.
د جلد تو ږ ل یا :Skin scraping 4.
.aد سكبیس د ناروغي لپاره: د بد ن هغه برخی چی هلته سکبیس تمایل لری لکه د
گوتو من ځونه اود بدن قات ځایونه لوم ړی د پوتاسیم پراوکساید په وسیله خشتی ږ ی
او ورسته د یو پس او کند چا ړه یا سکالپال په ذ ریعه تراش کی ږ ی. تراش شوی
مواد د یوسلی د د پاسه هواری ږ ی اود میکروسکو پ دکم طاقت لن د ی لیدل کی ږ ی
چی د سکبیس عامل اویا یي ه ګ ي وپل ټ ل شی
.bد فن ګ سي ناروغیو لپاره: د فنگسی نا روغیو فصل مطالعه ك ړ ي.
:Patch testingتماسی درماتیت مبحث مطا لعه ك ړ ي. 5.
6. :Biopsyدپوستکی د نا روغیو د تشخیص د پاره د پوستکی بیوپسی ته زیاتره ضرورت
پی ښ ی ږ ی.
د ا ډ یره مهه ده چی د پو ستکی د ناروغیو هستوپتالوژی ، تشخیص او تشخیص تفر یقی په
ا ړ وند پوره پوره معلومات ولرو . لدی څ خه علوه د افت ځ ای او د بیوپسی توضیح ضروری
ده. که چیرته بیو پسی د ,cautry , punch, curetteاو یا excisionپه و سیله شوی وی
ورسره با ید ذکرشی . د تومورونو په واقعاتو کی ددی ذکرهم مهه د ه چی د تومور مکمل
شکل اخستل شوی او که قسم اً اخستل شویده.
7. : Punch biopsyیو کوچنی افت او یا تازه كوچني Bullaکولی شو په مكمل ډ ول سره
وویستل شي ) .(excisedغټځ افات باید په قایمه زاویی سره biopsyشی چی د افت
څ ن ډ ی او نورمال جلد به په کی شامل وی دا سپیسمین په 01% فورملین کی دمعمولي
پارپین په وس یله د paraffin sectioningپه منظوراستول کی ږ ی. داسامپل یا نمونه د
ایمینوفلوروسینس معایناتو لپاره یخ ک ړل شوی ) (frozenلی ږل کی ږی او یا په خا صو
محلولو کی استو ل کی ږ ی.
د پوستکی د ناروغیو درملنه
11
12. 21
د پوستکی د ناروغیو تداوی په دوه ډوله باندی ترسره کیږی.؛
1.د درملو په وسیله یا Medical options
.aموضعی درملنه
.bسیستمیک درملنه
2. Physical optionیا فزیکی طریقی
.aجراحی میتود Phototherappy.e
Electortheraphy.b /photochemtherapy
Chemical therapy.c Laser therapy.f
Cryotherapy.d Radiotherap.g
لومړی ؛ طبی درملنه یا medical treatment
د پوستکی د ناروغیو لپاره استعمال کیدونکی درمل کیدای شی یواځي په موضعی ډول استعمال وړ
وی، یا ممکن یواځي په سیستمیک ډول د استعمال و ړ وی ، او یا هم کیدای شی درمل په دواړو
سیستمیک او موضعی طریقو سره مستعمل وی.چی البته د درملو په استعمال کی د ناروغی شدت په
نظر کی نیول کیږی.
موضعی درملنه
د موضعی درملنی ګټی :
•د ضرورت ځای ته درمل مستقیماً رسیږی.
•تاثیرات یی ژر شروع کیږی.
•جانبی عوارض یی کمیږی.
د موضعی درملنی تاوانونه:
1. ناروغان یی نه خوښوی.
2.قیمته تمامیږی. په ځانګړی ډول که دبدن زیاته برخه ماوفه وی.
د موضعی درملو اجزاوی:
1. Active agent
2. (Vehicle (base
3. Additives
د موضعی مستحضراتو تصنیف: لندی جدول د موضعی مستحضراتو انواعی راښیی:
Liquid
Wet dressings
Soaks
Baths
Aerosole
Paints
Litions
21
13. 31
Semisolid
Creams
Ointments
Pasts
Gels
Solids
Powders
Miscellaneous
Colloidon
:solutionsپه دی ډول مستحضراتو کی فعاله ماده په مکمل ډول سره په محلول کی حل شوی وی
او په فزیکی ډول سره نه معلومیږی. محلولونه کیدای شی د لوند پانسمان په شکل ، د Soaksپه
شکل ، د medicated bathsپه شکل ، او د سپری په شکل استعمال شی.
:Paints and tincturesپینټونه هایدرو-الکهولیک محلولونه دی او تنکچرونه یواځ ی الکهولیک
محلولونو څخه عبارت دی. پینټونه په برس او تنکچرونه په سواب سره تطبیق کیږی. په دی ډول
سره ترکیب شوی مستحضرات د cooling agent، Astringentاو antiseptic
(agents(Castellani,s paintپه شکل استعمالیږی.
: Lotionsلوشنونه کیدای شی په مایع او یا هم نیمه مایع شکل سره وی، او بیس یی ممکن اوبه ،
الکهول، تیل ، ګلسیرول او یا هم ددوی مخلوط وی. shake lotionsیواځی اوبلن محلولت دی.
کریمونه: کریمونه په حقیقت کی oil-in-waterمستحلب څخه عبارت دی. کریمونه هم د یخ کونکو یا
کولنګ مستحضراتو، مرطوب کونکی مستحضراتو، او یا هم د ملیناتو په منظور استعمالیږی.
ملهمونه : ملهمونه نیمه جامد ، نرم څخه تر سخت قوام لرونکی غو ړ مستحضرات دی چی فعاله ماده
یی تر ۰۴٪فیصده پوری رسیدلی شی.
د ملهمونو بیس یا vehicleپه څلورو ډولونو ویشل شویدی.
•(Water repellent hydrocarbons ( e.g., petrolatum based
•Absorptive bases
•.Water-in-oil emulsions
•.(Water-soluble ointments (polyethylene glycol based
ملهمونه د خپل occlusiveخاصیت له مخی نظر کریمونو ته د فعالی مادی په ښه ډول جذب زمینه
برابروی.
:Pastesهرکله چی پودر شکله درمل په oilیا غوړ کی جوړ شی ورته pastesوایی نن سبا دا نوعه
درمل ډیر نه استعمالیږی.
:Gelsجیلونه شفاف او بي رنګه نیمه جامد، کولویدی مستحضرات دی. هرکله چی په ګرم پوستکی
باندی استعمال شی تمیع کیږی او کله چی وچ شی نو یو non – occlusive filmجوړوی. جیل غوړ
31
14. 41
مستحضرات ندی او په اوبو باندی پاک کیږی . معمول ً د بدن په ویښته لرونکو برخو کی
استعمالیږی.
:Powdersپوډرونه کیدای شی hydrophobicوی لکه ټالک پوډر اویا هم Hydrophilicوی لکه
.starchد زینک اوکساید پوډر د پورته دوه تقسیماتو ترمنځ خاصیت لری. پوډر د بدن په قابضه
برخو کی د frictionد مخ نیوی په منظور استعمالیږی.
:Colloidonکولویدون هم مایع مستحضرات دی چی د فعالی مادی په سر یو نازکه فلم جوړوی چی په دی
ترتیب فعاله ماده د پوستکی سره په تماس کی ساتی . مثال یی نایتروسیلولوز دی .
:Percutaneous Absorptionدا چی پوستکی له لیاری یو درمل څنګه جذبیږی په څو عواملو پوری اړه
لری
1.د فعالی مادی په غلظت پوری .
2.د بیس په نوعی پوری : ځینی baseمواد جذب تسریع کوی او ځینی نور بیا برعکس جذب بطی کوی.
3.د قرنی طبقی ضخامت.
4.د قرنی طبقی رطوبت او هایدریشن درجه
5.د پوستکی د حرارت درجه
6.د occlusiveموادو استعمال
د تطبیق طریقه :
•Simple application
•Baths
•(Wet dressings(compresses
Open dressing .i
Closed dressing .ii
• Occlusive therapy
• Sprays
:Quantity of applicationدا چی په کومه اندازه باندی درمل په پوستکی باندی تطبیق شی په څو
فکتورونو پوری اړه لری. د مثال په ډول د ناروغی د شدت اندازه ، د فعالی مادی شکل چی د کریم ،
لوشن ، ملهم یا نورو شکلونو باندی دی، او هم یی د استعمال ځای پوری اړه لری. ددی مقصد لپاره د
(FTU(finger tip unitچی د ۵،۰ ګرام ملهم سره معادل دی هم استفاده کولی شو. لندی جدول
وګوری.
په یو کاهل انسان کی د یو ځل د کریم د استعمال اندازه
مقدار ځای
۱ ګرام مخ
۵،۱ ګرامه یو مټ
۴،۱ ګرامه لسونه
۵،۳ ګرامه د تنی قدامی/خلفی برخه
۳ ګرامه یو سفلی طرف
۵۱ ګرامه ټول بدن
41
15. 51
د موضعی درملنی لپاره استعمال کیدونکی درمل :
د موضعی مستحضراتو له جملی څخه یواځ ی د کورتیکوستیرویدونو تصنیف بندی ذکر کوو. چی دا
تصنیف بندی د کورتیکوستیرویدونو د potencyپه حساب شویده.
Class 1 (super potent) e.g. clobetasol propionate
) Class 2 (potent .e.g ,Betamethasone dipropionate
%50,0
)Class 3 (potent .e.g Betamethasone valerate ,
%71,0
. Class 4 (mid strength) e.g flucinolone acetonide ,
%2,0
. Class 5 (mid strength) e.g Hydrocortisone valerate ,
%2,0
) Class 6 (mild .e.g Desonide ,
%50,0
) Class 7 (less potent .e.g Hydrocortisone ,
%5,0
:Systemic therapy
دا نوعه درملنه په خلصه ډول په لندی حالتو کی استعمالیږی.
•هرکله چی د پوستکی زیاته برخه ماوفه وی : په داسی حالتو کی د پرکتیک له نظره موضعی
درملنه عملی نه ده او د بله پلوه ناروغ لپاره هم قیمته تمامیږی.
•په هغه صورت کی چی ناروغ د موضعی درملنی په مقابل کی تحمل ونه لری.
•په هغه صورت کی چی موضعی درملنه بی اثره وی لکه د ګراسوفولوین استعمال.
•په هغه صورت کی چی جلدی ناروغی یوازی نه وی بلکه سیستمیک ماوفیت هم ورسره ملګری
وی. نو په دی صورت کی لوکل مستحضرات ناروغی نه شی کنترولوی.
51
16. 61
دریم فصل
بكتریایي ناروغي
Impetigoیا مردار داني:
امفیتی ګو یا مردار داني د پوستکی یوه سطحی ، ساری ناروغی ده چی دوه کلینیکی نوعی
لری.
Impetigo contagiosa
.Bullous impetigo
ا سبا ب: د اولی نوعی عا مل طلی ي ستافلوك، streptococcusا و یا دوا ړه وی ولی
دوهمی نو عی عامل یو ا ځی طل یي ستا فلوكوك ) دوهم گروپ (phage typeوی. د
streptococcusپه واقعاتو کی د Aګ روپ پی ښ ی ډ یری دی، په داسی حال کی چی B,C
او Gگرو پونه کله کله د ناروغی باعث گر ځ ی. داسی نظریه موجوده ده چی په ابتدایی
وزیکولر مرحله کی streptococcusاو په ثانوی شکل سره طلی ي ستافلیكوك من ځ ته را ځ ی.
ا پید یمیا لو ژی : د مرداردانو contagiosaنوعه په ماشومانو کی د دوبی په موسم کی
باالخصو ص په ډ یره گڼ ه گو ڼ ه کی چی د نظافت مراعت هم پک ښ ی نه کی ږ ی لیدل کی ږ ی.
خفیفه تروما د حشراتو وخذه او پرازیتی جلدی ناروغي یی د مساعد کونکو فکتورونو په جمله
کی را ځ ی.د پوستکی هغه ناروغی چی خار ښت ورسره وی په ثانوی ډ ول په مرداردانو
منتن کیدای شی) .(impetiginizedکیداشی ناروغی په روغ رم ټ و ماشومانو او حتی په
کاهل نو کی هم پید اشی .
دو همه نوعه په شیر خوارانو او ماشومانو کی معموله ده، ولی په کاهلن و کی هم رامن ځ ته
کیداشی ددی ناروغی شیوع په و ړ كتونونو، روغتونونواو نورو داسی ځ ایونو کی چی ګڼه
ګ و ڼ ه په کی ډ یره وی لیدلی شو ولی زیاتره دا ناروغی sporadicب ڼ ه لری.
پتالوژی : په دی ناروغی کی د پوستکی بولونه سب کرنیل منشا لری کی. په ماوفه پوستکی
کی د نیوتروفیلونو زیاته ارتشاح، spongiosisاو یو څه acantholyticحجرات هم لیدل
کی ږ ی. په درمیس کی نیوتروفیلونه او لمفوسایتونه یو ځ ای لیدلی شو.
سریری منظره : وزیکولونه چی نازک جدار لری د پوستکی په احمراری سطحه باندی لیدل
کی ږ ی. د وزیکولونو څ خه exudatesخارجی ږی چی د وچیدو ورسته وصفی شهدو رنگ ته
ورته ارچقونه جو ړ وی. کیدای شی چی څ و کوچنی افتونه سره یو ځ ای شی او مرکزی بر خه
یی پا که شی او پولی سایکلیک منظره ورک ړ ی. که د ماوفه ناحیی څ خه ارچقونه لری ک ړ و
تری ل ندی جلد یی احمراری ښ کاری چی اهسته اهسته م ړ اوی کی ږ ی.
ناروغی پخپله کنترولی ږ ی، په تصبغی نژادونو کی د التهاب د ختمیدو نه پس په ماوفه برخه
کی زیاد یا کم صباغات لیدلی شو.
61
17. 71
معمول افات په مخ ،د پوزی او خولی په چارپیر اوعلوی اطرافو کی لیدل کی ږ ی. د
pedicullosisپه حالت و کی د سرجلد او د scabiesپه ناروغي او د حشراتو د وخذی په
حالت و کی دبدن د پوستکی هر ه برخه ماوف ه کیدای شی. ندبه په دی ناروغی کی نه پاتی کی ږ ی
نادرا تبه ، توكسیك حالت، او د لمفاوی غوټ و نوالتهاب لیدل کی ږی
د مرداردان و په بولس نوعه ) (Bullous impetigoکی ت ڼ ا کی یا بولونه په اسانی سره نه
څ یری کی ږی او د ۲ یا ۳ ور ځو لپاره په جلد باندی پاتی کی ږی چی ورسته بیا د وزیکول
شفافه مایع چرکی کی ږ ی. د مردار دانو بولس نوعه د بدن د پوستکی په هره برخه کی )د
لس ونو د ورغیو او د پښو د تلو د پوستکی په ګډون( من ځ ته راتللی شی او وسعت یی
نسبت لو م ړ نی نوعی ته کم وی.
ا ختل طا ت : ناروغی نادرا اختلط ات ورکوی مگر بیا هم ,cellulites, nephritis
, urticariaاو په یو وخت کی د streptococcal infection erythema- multiform
په تعقیب rheumatic feverمن ځ ته راتللی شی.
تداوی: گرچه خفیف کیسونه په موضعی مستحضراتو سره تداوی کولی شو ولی ترجیح اً
باید سیستمیك انتی بیوتیکون ه استعمال شی. ناروغان باید مکرراً د صابون او اوبو په ذریعه
منتی برخی ووین ځی ولی موضعی انتی سیپتیک باید استعمال نشی. د خفیفو واقعاتو لپاره د
cliquinol, bacitracin, povidon iodineاو موضعی polymaxinڅخه استفاده
کولی . په موضعی ډول سره د fusidic acidاستعمال ډیر موثر یت لری.
او مکرولید ونه په سیستمیک ډ ول cloxacillin ، , erythromycinاو نور
سفالوسفورینونه استعمالولی شو .د مردار دانو درملنی سره په یوه وخت د مساعد کونک و
فکتورونو لکه سکابیس او pedicullosisدرملنه باید و شی.
Ecthyma
اکتیمیا د پوستکی عمیقه پایودرمل ناروغی ده چی ارچق او قرحه ورسره ملګری وی د اکتیماعامل
streptococcusدی ولی کیدای شی دواړه staphylococcusاو streptococcusد افت څخه
تجرید شی. مساعد کونکی فکتورونه یی ترو ما او د حشراتو وخذی دی، اکتیما معمول د ماشومانو په
لینګیو کی لیدل كیږي.
کلینکی منظره: ا فات د وزیکولونو په شکل شروع كوي چی بیا په pustuleباندی بدلیږی ، له دی
ورسته د افت په مرکزی برخه کی ) (scabرامن ځ ته کیږ ی او په اسانی سره نه جدا کیږ ی او ددی
سکب ل ندی یو تقیحی احمراری او ګرنولومایي افت وی او په چارپیر یی یو التهابی هاله لیدل
کیږی.اکتیما د مرداردانی په مقا یسه په ځنډځ سره جوړیږی او د شفا څخه ورسته یو اتروپیک )
(atrophicند به په ځا ی پریږدی.
تد اوی: موضعی او عمو می انتی بیوتیک په یو ځای ډول لکه په مرداردانه کی چي ذکر شول ا ستعما
لولی شو.
71
18. 81
Folliculitis
د ویښتانو د فالیکول منتن کیدل چی په سطحی او عمیق دوه ډولو باندی ویشل شویدی.
.Follicular impetigoیا Borkhart’s impetigoد یو سطحی یا سربیرن فالیکولیت څخه
عبارت دی چی پدی حالت کی د و یښتانو د فالیکولو نو په د هنو کی کو چنی pustulesلیدل
کیږی. معمولً دا ناروغی د ماشومانو د سر په پوستکی کی رامن ځ ته کیږی . افت په منتشر ډول
منځ ته راځی او د 7- 01 ورځو په موده کی شفا مومی . مزمن کیدل ، د پوستکی ښکته لور ته د
افت حمله او ا نتشا ر ، او follicular abscessesچی lymphadenitisهم ورسره ملگری وی
د ناروغی د اختل طا تو له جملی څخه دی. د ناروغی په ابتدایی حالتو کی موضعی انتی بیو تیک
کفا یت کوی ولی په مزمنو واقعاتو کی عمومی ا نتی بیوتیکونو ته ضرورت دی. ددی ناروغی
مزمن او متکرر حمل ت د سطحی او عمیق .follicular postulationsپه شکل هم واقع کیدای
شی. د لینګیو په قدامی سطحه په ځانګړ ی ډول د نارینه وو په نزد لید ل کیږی. د لته هم مو
ضعی انتی بیوتیکونه موثریت لری.
Deep Folliculitis
1. :Furunculosisپه نو بالغانو او نوی ځوانانو کی furunclesاو Boilsعام وی خاصتاً د
Acneپه عمر هلکانو کی زیاد لیدل کیږی . د ناروغی لپاره ، seborrhoeicحالت ، ګرول،
ترضیض، د شکری ناروغی،سو تغذی ، روحي فشارونه او خستگی مساعد کونکی فکتورونه
شمیرل کیږی.
د ناروغي عامل ) ( staphylococciمعمول په پوزه او عجان کی موجود وی او د گوتو په وسیله
انتقا لیږی.
سریری منظره: فیورانکل کیدای شی په ځانګړي ډول او یا په منتشر او متعدد ډول سره وی. معمو ً
ل
افات په مخ ، مټو، ل سو نو ، كوناټیو ،او عجان کی لید ل کیږی. دناروغی تکراری حمل ت هم
واقع کیداشی . په دی ناروغی کی التهابی فالیکولر پاپیولونه لیدل کیږی چی په تعقیب یی pustulesاو
نیكروزیس رامنځ ته کیږی.کله چی فیورانکل له منځه لړشی ند به پر ځای پریږدی. که چیرته boil
په غوږ او پوزه کی رامنځ ته شی نو ډ یر شدید درد ورسره ملگری وی او که چیرته مکمله درملنه یی
ونه شی نو د اوریدو د کانال تضیق هم منځ ته راتللی شی.په موضعی ډول د لمفاوی عقداتو التهاب په
ځانګړي ډول د غوږ او پوزی په افاتو کی لید لای سو. د cavernous sinus thrombosisد ویری
د پوزی او د خولی په چا پیر افت باید هیڅکله كښینكاږل شی.
تفریقی تشخیص : herpes simplex, vaccinia, acne, Hidradenitisڅخه با ید تفریق شی. د
vacciniaاو herpes simplexا فت ثره لرونكي وی په د ا سی حا ل کی چی Acneپولی
مورفیک وی . په Hidradenitisکی تخرګ او مقبني نواحي د نوډولو او ابسي ګانو په شكل ماوفه
كیږي او اعراض یی نسبتا شد ید وی .
81
19. 91
تد اوی: مو ضعی او سیستمیك ا نتی بیو تیکونه توصیه کیږی ته ، همدارنګه بند پانس مان څخه با ید
ډډه وشی ځکه چی د ماوفه برخی خوړین كیدل) (macerationافت مجاورو فا لیکولونو ته منتشر
کوی.
مو ضعی Echthyolد مو ضعی ا نتی بیوتیکو په ا ند ا زه مو ثریت لری .د غو ږ دکانال د
تضیق د مخنیوی په منظور یو گا ز چی په Echthyolیا موضعی انتی بیوتیکو باندي ډ ك او لوند
شوي وي با ید د غو ږ په خارجی کانال کی تطبیق شی. ددی سره سره مساعدکونکی فکتورونه باید
لری شی . زیاد غسل کول او په عجا ن او پوزه کی د انتیبیوتیکو وقایوی تطبیق د میکروب د ا نتفا ل
چا نس کموی د دی سره سره په پو زه کی ل س وهل باید بند شی او د هر ځل پوزی سون کولو ورسته
لسو نه با ید و مینځل شی . د ا لکهو لو ، شحمی غد ا وو، او خوږو خوړو استعما ل با ید تر ممکنه
حده پوری محد ود کړا ی شی. د دی په څنگ کی شکره ا و کمخو نی با ید ا صل ح شی.
Flucloxacillin, cephalosporinاو Quinolonمعمو ل مو ثر وی په مو ضعی ډول ,Polyfax
Fucidineاو gentycinکریمونه ا ستعما لولی شو.
2. :Carbuncleد یو گروپ مجا و رو فا لیکو لو نو عمیق folliculitisڅخه عبا رت دی چی د
staphylococciوسیله منځ ته راځی. پدی نا رو غی کی د یر شدید ا لتها ب موجو د وی چی د
رمیس او تحت الجلد هم ور سره ماوف وی . نا روغی په متو سط عمره ، معمرو او ضعیفو خلکو
کی زیاد لیدل کیږی په ځانګړی ډول چی د شکری, سو تغذی, د زړه, ا و پښتو رگو د مزمنو نا
روغیو څخه چی ش کا یت لری. ا فت ډیر زیات حساس او درد نا ک وی چی معمو ل په څټ او
د ورنونو په خلفی سطحه کی لیدل کیږی . په نا روغ کی تبه ا و toxicityلیدل کیږی او معمول
شد ید ه وی. په ا بتدا کی ساحه احمراری وی او بیا د مختلفو فالیکو لونوڅخه چرك د خارجید و په
حا ل کی لید ل کیږی. د پوستكي د غورځیدني په تعقیب تقرح چی په ا هسته ډول شفا مومی ا و ند
به په ځای پریږدی منځ ته را ځی.
د anthraxڅخه با ید فرق وشی چی په هغه کی وینه لرونكي ارچقونه او د افت په څن ډوکی
وزیکولونه لید ل کیږی. په تو لو مشکو کو حا ل تو کی د کلچر لپا ره با ید swabو ا خستل شی
تد اوی : cloxacillin, flucloxacillinاو یا نور penecillinaseته مقاوم انتی بیتیکونه استعما
لولی شو quinolones, lincomycin, clindamycinاو erythromycinپه هغو حا ل تو کی
چی د پنسیلینو نو سره الرژی مو جوده وی ا ستعما لوو. په مو ضعی ډول د ا نتی بیتیکو ملهم ،او یا
گاز چی په ا نتی بیو تیکو ككړشوی وی با ید ا ستعما ل شی. تمو جی ا و نیکرو تیک نو ا حی با ید د
رینا ژ شی ا و مسا عد کونکی فکتو رونه باید تد اوی شی.
91
20. 02
:Sycosis barbaeسایکوزیس باربی د فالیکولونو د چارپیر یا perifollicularیو تقیحی انتا ن دی چی
د مخ په ږیره لرونکی برخو کی منځ ته راځی. د بدن نوری هغه برخی چی لنډ و یښتا ن لری لکه
وروځي ،باڼه او ورنونه هم ما وف کول ی شی. افت د بلو غ د سن څخه پس لید ل کیږی ا و عا مل
یی طلیي ستافلوكوك دی کوم چی په پوزه کی د نا رمل فلورا په شکل مو جو د وی. سیبوریک حا ل
ت ، خستگی ، او روحی فشارونه یی مسا عد کونکی فکتو رونه دی.
سریری منظره : ا فت په احمرار، خارش، او سطحی pustulesسره شروع کوی چی د ږیری د
خریلو او وینځلو په وخت کی ا فت عمیقاً ا نتشا رکوی. ا سا سا د ا نا رو غی مزمن سیر لری ا و
عمیق پسچیولونه منځ ته راوړی چی کله کله کلونه دوام مومی. د ند بی په و سیله allopeciaمنځ ته
راځی چی په څنډو کی یی ارچق او pustulesل موجود وی د نا روغی د تما یل ځای پو رتنی شونډه
ده.
تشخیص تفر یقی : tinea barbaeا و kerionد هغو کسانو په زنه ا و رخسار چی څارویو سره سر
ا و کا ر لری لید ل کیږی . حا ده حمله او د پاسچیولونو گروپی پلك یی د ا سا سی اوصافو د جملی
څخه دی. Pseudo folliculitis barbaeد ) in growingد پوستکی داخل لوری ته د ویښته
غټیډنه ) و یښتانو کی منځ ته را ځی. د غټ ښودونكي عدسیي په وسیله په دقیق ډول معا ینه
کو ل د جلد داخل طرف ته نموكونكي و یښته معلو موی.
Lupus vulgarisد Sycosis barbaeڅخه په ا سا نی سره تفریق کیږی. خو بیا هم ممکن بیوپسي
ته ضرورت شی.
) Scarlet feverد مخملك تبه(
د مخملك تبه یوه حاده ا نتا ني ناروغي ده چی د ) streptococcus pyogenمعمو ل د Aگرو پ
ولی کله Cا و Gگروپ( په و سیله چی erythrotoxinتو لید وی منځ ته راځی . ا نتا ن معمو ل د
علوی تنفسی سیستم له لیا ری عضو یت ته داخلیږی، دا د ناروغي د توكسین پرضد انتي بادي په سویي
یا اندازي پو ری اړه لری چی د شخص په نزد tonsillo-pharyngitisمنځ ته راځی او که د مخملك
تبه . د دی دو ه حا لتو فرق دادی چی د مخملك په تبه کی اندفاعات او د ناروغي قوي توكسیسیتي
موجوده وی. یو ځل ماوف کیدل د ټو ل عمر لپا ره معافیت من ځ ته راوړی ځکه چی په عضو یت
کی د توكسین پرضد انتي بادي من ځ ته راځ ی . په نادرو حا ل توکی دوباره منتن کیدل د ناروغي د
عامل د بل مختلف ي نوعي په ذ ریعه منځ ته راځی. د نا روغی وقوعات د 1- 01 کالو د عمر ترمنځ
عمومیت لری.ناروغی کله کله د جراحی زخمونو له لری بدن ته داخلیږی .
کلینکی منظره: د تفریخ دوره یی 2—4 و رځو پوری ده. د تفر یخ د د وری څخه ورس ته تبه
، ,toxicityد لب د ی، او استفراغ د tonsillo-pharyngitisاو د لمفاوي عقداتو د التهاب سره یو ځا
ی لید ل کیږی. که چیرته انتان د زخم له لیاری داخل شی نو د زخم چه نا حیه کی تندرنیس یا حساس
وال ي ا و د سیروزي مایع د سچارج یا خارجیدل لید ل کیږی. جلدي اندفاعات په دوهمه ورځ شروع
کوی چی د سینی څخه شروع کیږی او ورسته عمو می کیږی او دا اندفاعات د نقطوي احمرار په شكل
وي . په مخملک تبه کی مخ سور رنګی شی ولی دا سوروالی د احمرار له کبله نه وی ، همدارنګه
02
21. 12
ددی سوروالی په چارپیر جلدی خسافت هم لیدلی شو . ر شو نه په 7—01 ورځو کی د تفلساتو سره
یوځای مړاوی کیږی.
په اختلطاتوكي یي د مایوكارد التهاب، د مفاصلو التهاب، د سحایاوو التهاب، اوستیومیالیت،
روماتیزمل تبه، او ګلومیرولونفریت شامل دي.
کلچر، د streptolysin-Oلو ړ تیتر ، مثبت ، Dick testاو Schultz Charlton testتست چي
دلته د انتي توكسین د انترادرمل زرق څخه ورسته په اړونده ناحیه كي د رشونو او اندفاعاتو رنګ
سپین ګرځي. ډا ټول ټسټونه په تشخیص کی کمک کوی.
تشحیص تفر یقی : rubellaeا و د درملي رشونه با ید د ستوني د درد د نه مو جو د یت او د رشونو د
مخصوصي توزیع د موجودیت په سبب تفر یق شی. د Infectious mononucleosisناروغي د
ویني د وصفی منظري او agglutination testپه سبب فرق کیږی.
تد ا وی: پنسیلین ، اریترومایسین ، ماکرولیدونه ) ( macrolidsاو نور موثر انتی بیتیکو نه د نا
روغی انزار ته په ډراماتیک ډول تغیر ورکوی.
) Erysipelasسرخ باد(
د درمیس او د تحت الجلد د علوی برخي انتا ن د Aگروپ هیمول یتیک streptococciپه ذریعه
من ځ ته راځی. کله کله B، Cاو Gگروپ Pneumococciاو طلیی staphylococcusهم عامل
کیدای شی. په جلد كي یو درز یا چاود د میکروب لپاره باب دخول ګرځي . کله کله یو جزوي زخم ا
و یا یو جراحی زخم هم باب د خول جوړوی. په مسا عد کونکو فکتورونو کی سو تغذی ، ثانوی
انتانات، الکولیزم, د معا فعیت فقدان او د کلیوی او لمفاتیک اسبا بو له کبله ا زیما شا مل دی.
کلینیکی منظره : د ۲- ۵ ورځ و د تفریخ دوري په تعقیب د لوړ ي تبي او toxicityمن ځ ته راتلل د
ناروغي وصفي مشخصه ده . ماوف جلد حساس او كش شوي معلومیږي ،احمراری او په کمه اندازه
برجسته وی . احمرار په واضح ډو ل سرحد لری او په حوافیو کی یی وزیکولونه هم لیدل کیری. په
شیرخورانوکی افت د بطن په جدار کی وی، همدارنګه په ماشومانو کی معمولُ په مخ ، سکلپ یا د
سرجلد او مټو کی په برخه کی وی، او په کاهلنو کی سفلی ا طر ا ف زیا تره ماوفه کیږی.
،Cellulitisد ابسی جوړیدل، ،septicemiasاو nephritisیی عام اختل طا ت دی. په مسا عد و
خلکو کی د ناروغي بیا بیا واقع كیدل یوه ستونځه وی او دا حالت په هغه كسانو كي چي په لمفا تیک
تخلیه کی اختل ل ولري عمومیت لري.
تد اوی: پنسلین ،سفا لو سفو ر ین ،ا ر یتر و ما یسین ,quinolonesټو ل مو ثر دی. په هغو واقعا تو
کی چي بیا بیا منځ ته راځي د څو درملو یو ځا ی ا ستعما ل ته ضرورت سته ، ا نتی بیو تیک با ید د
لس ورځو لپا ره ا ستعما ل شی.
Cellulitis
د تحت ا لجلد ی ا نسا جو ا لتها ب چی د streptococcus Aپه ذریعه ا و یا طل یی ستا فلو کو ک
په ذ ر یعه منځ ته را ځی .همدرانګه Erysipelasهم ممکن په سیلولیت باندي اختلط ورکړی ا و
12
22. 22
یا cellulitisسره یو ځا ی وی. سلولیت معمول د یو زخم یا قرحی اختلط د ه ولی په نورمال جلد کی
هم منځ ته را تللی شی چی پا ړسو ب ورسره ملگری وی.
کلینیکی منظره: په حا د و واقعا تو کی ا حمرار چی د یو قر حی یا ز خم څخه ا نتشا ر مو می لید ل
کیږی چی ورسره مو ضعی حساسیت ، پا ړسوب د تبی سره یوځاي ملگری وی. اعراض په تحت ا
لحا د و ا قعا تو کی لږشدید وی، او د افت څن ډ ی ل ږ وضاحت لری. لدی سره سره د لمفاوي اوعیو
التهاب او د لمفاوي عقداتو التهاب هم ملگری وی.
تد اوی: مساعد کونکی فکتورونه با ید رفع شی ا و لکه د erysipelasپه شا ن د لته هم ا نتی بیو تیک
تو صیه شی.
Anthrax
د ا نا رو غی د كسبي او حرفوي خطرونو په وسیله رامنځ ته كیږي او په هغو ا شخا صو کی چی د
حیو انا تو او د د وی د تو لید ا تو سره سر او کار لری لید ل کیږی. د ا نا رو غی نن سبا په پرمخ
تلونکو هیوادونوکی هم نا د را لید ل کیږی.
ا سبا ب: bacillus anthracisیی عا مل دی چی یو قوی پتو جینیک کپسو ل لرونکی گرا م مثبت ،ا
وږده، ا و سپور لرونکی اورگا نیزمونه دی چی د حیوا نا تو په زیا تو ا نوا عو کی پیدا کی ږ ی په
ځانګړی ډول اوزی ، رمی ، پسو نه ،او اسونو کی. میکروب د سپورپه شکل د حیوا نا تو په محصو
ل تو لکه وړی او پو ستکی او داسی نورو کی موجود وی . چی دا سپورونه ا نسانی جلد ته د یو کو
چنی خرا شید گی له لیا ری داخلیږی ا و د جلدی انتر ا کس د منځ ته راتلو باعث گرځی. د سږو په و
سیله د سپو رونو ا خستل د تنفسی نا روغیو ا و د سپورونو ا خستل د ها ضمی سیستم له لیا ری د ها
ضمی سیستم د ما و فیت با عث گرځی.
کلینیکی منظره: د څو ورځو د تفریخ دوری نه پس جلدی انتراکس شروع کیږی او په لو مړی سرکی
په لوڅو او ښکاره برخو د بدن کی د پاپیولر افاتو په شکل تظا هر کوی چی په تعقیب یی bullaمنځ
ته راځی ا و د دی بول په چارپیر احمراری جل تینی رنگه پاړسوب چي د ښكته كیدو قابلیت نه لري
لید ل کیږی.لدی نه پس بو ل هیموراژیک کیږی او نیکروز من ځ ته راوړی. د جلدی ا فت په مقا یسه
درد او د لمفاوي عقداتو التهاب دومره زیا ت څرګند نه وی
د pustulesد منځ ته را تگ څخه دری یا څلور ورځی ورسته عمو می اعراض شرو ع کیږی. که ا
فت تدا وی شوی نه وی لوړه تبه ، تو کسیمیا ، ،tachy cardiaاو د فشار ټیټوا لی لید ل کیږی ا و
د 5—02% و ا قعا تو کی د مړینی با عث گرځی.
تفر یقی تشخیص : باید د ستافلوكوكل انتان څخه تفریق شی. همدارنگه د , cowpox vacciniaاو
cat scratch feverڅخه یی با ید فر ق وشی.
و قا یه : ناروغی با ید په لو مړی سر کی په حیو ا نا تو کی کنتر و ل شی ا و حیوا نی محصول ت د ل
س و هنی څخه د مخه با ید پا ك كړل شی. واکسین یو څه معا فی ت ورک وی او هغه ا شخا ص چی د
ناروغي په خطر کی وی با ید و ر ته تطبیق شی.
22
23. 32
تد ا وی: مخکی لدی چی د کلچر نتیجی ته ا نتظاروكړو تداوی چی هرڅومره ژرکیږ ی شروع شی .
پنسیلین د 7—41 ورځو لپاره ترجیحا زرقی شکل سره د لومړنیو پنځو ورځو لپاره توصیه شی. چی
په دی طریقی سره د نا روغی د پیشرفت او سرعت کی کمخت راځی. پنسلین ته حساس کسا نو ته تترا
سا یکلین ، کلو رم فینی کا ل ، او اریترومایسین هم په عو ضی شکل ا ستعما لو ل ی شو .
Erythrasma
د جلد یو خفیف ، سطحی ،او موضعی انتان دی چی عامل یی یو هوازی بکتریا ده چي د
corynebacteria minutissimumپنوم یادیږي . دا بکتریا د جلد یو نورمال commensalده او د
عضویت په قات لرونكو) (intertriginousبرخو لکه د پښ و د گو تو منځ و نه ، مقبني ناحیه ،
تخر ګ ، د ثد ی ل ندی قاتونه او داسی نورو برخو کی لید ل کیږی دا حالت په کاهلنو کی په
ځانګړی ډول چی چاغ وي او یا د شكري په ناروغي اخته وي لیدل کیږی.
کلینیکی منظره: ا فت د غیرمنظمو پچونو په شکل لیدل کیږی همدارنگه ژیړ نصواری رنگ لرو نکی
وی ا و حو ا فی یی ښه و ا ضح وی. ا فت ممکن اعراض ونه لری ا و یا ممکن د جلد ضخیموالی او
خارښت ورسره ملگری وی. د wood’s lightپه ذریعه یی سور رنګي فلوریسنس لیدلي شو.
تفر یقی تشخیص: د p.versiculorڅخه باید فرق وشی کوم چی هغه د تنی په پورته بر خه کی
وی ، همدارنګه كم صباغه وي او کم کم تفلسا ت هم لری. همد ا رنگه tinea crurisزیات ا لتها بی
وی . د پو تا شیم ها یدرواکسا ید په ذریعه د مافه توږل شوي جلد معا ینه کو ل تشخیص و ا ضح کوی
یعنی په دی نا رو غی کی و صفی ا و مشخص سپورونه لید لی شو
تد اوی : د کم او محدود افت لپاره Azoleا نتی فنگل د رمل لکه کلوترایما زو ل ) ( Canestenیا
miconazoleپه موضعی شکل د د و ه هفتو لپا ره کفا بت کوی . مو ضعی Fucidineهم مو ثریت
لري . د ډیرو وسیع افا تو لپا ره عمومی ا نتی بیو تیک لكه اریتروماسین باید اضا فه شی لدی څخه
علوه نور ما کرو لید ونه هم مو ثر دی.
د پوستكي توبركلوز
د پوستکی د توبرکلوز پیښی د سږ و د توبرکلوز په پرتله کمی. د توبرکلوز د ناروغی عامل
mycobacterium tuberculosisدی چی سلندری شکله ، غیر متحرک ، هوازی ، سپور نه
لرونکی ا و ضعیف گرا م مثبت راډونه دی چی د موم وزمه پوښ لرونکی وی چی دا پوښ دوی د
اکثرو تلوینونو په مقابل کی مقاوم ګرځوی.ولی یو ځ ل چی میکرو ب تلو ین شی نو بیا په ا سا نی
سره رنګ له لسه نه وركوي چی په همدی لحاظ ورته acid fastیا د تیزابي رنګونو په مقابل كي
پوخ و ا یی.
ا پید یمیا لو ژی: میكروب معمولً انسان ته د سږ له لیاري داخلیږي. ولی د تا نسلونو او د کلمو له لیا
ری هم د اخلیداي شي. ناد ًا جلد او مخا طی غشا هم ماو فه کوی. د لمفااتیک سیستم په و سیله یی لو
ر
مړ ی ا نتشار لمفا وی عقداتو ته او ورسته د وینی دوران ته کیږی. په هغو ځایونو کی چی غربت ،او
32
24. 42
سو تغذی وی اوهمدارنګه حفظ الصحی ته پاملرنه نه کیږی یعنی خراب او غیر صحی ماحول وی او
هم پوره روغتیایی څارنی نه وی موجودی ناروغی زیاته لیدل کیږی.
تشخیص: د تو بر کلو ز د تشخیص لپا ره معیارونه په ل ند ی جدو ل کی ذکر شو یدی.
1.بشپړ اومطلق معیارونه:
.aذرع یا كلچر
.bپه Guinea pigكي تلقیح
2.نسبي معیارونه:
.aتاریخچه او علیم .dهستوپتالوژیك
.bد عضویت په معاینات
نورو برخو كي د .eد توبركلوین تست
توبركلوز فعال په مقابل كي مثبت
موجودیت. عكس العمل
.cپه افت كي د acid .fد توبركلوز ضد
باسیل fast درملو د استعمال
موجودیت مثبت اغیز
تصنیف: ل ند ی جد و ل و گو ری.
1.تلقیح شوي توبركلوز) خارج المنشا توبركلوز(
Tuberculous chancre.a
Warty tuberculosis.b
.cد Lupus volgarisبعضي انواعي
2.ثانوي توبركلوز) دا خل المنشا توبركلوز(
Contiguous spread.aیا په ساري ډول انتشار
Scrofuloderma.b
Auto inoculation.cیا د عضویت دیوي برخي څخه بلي ته تلقیح كیدل
Orificial tuberculosis.d
3.هغه توبركلوز چي د دموي انتشا رپه وسیله رامنځ ته شوي وي.
Acute military tuberculosis.a
.bد Lupus volgarisبعضي انواعي
Tuberculous Gumma .cیا توبركلوزیك ابسیس
4.اندفا عي توبركلوز )(the tuberculides
Lichen scrofulosorum.a
.Popular or papulonecrotic tuberculides.b
سریری منظره:
1. :Tuberculous chancreتوبرکلوزیک شانکر په پوستکی کی د ابتدایی تلقیح له کبله منځ ته
راځی یعنی د لته با سیل جلد ته د یو کو چنی زخم له لیاری داخلیږی. په دی حا لت کی یو بی
درد ه قر حه چی څن ډ ی یی ) underminedچي قاعده یی نظر سطحی ته پراخه وی( او
قاعده یی هیمو را ژیک وی لید ل کیږی. نا حیوی لمفاوی غوټی غتیری ولی تبه ورسره
غیر معمو له وی.که درملنه یی ونه شی نادراً اختلطات هم ورسره لیدل کیږی.
42