SlideShare une entreprise Scribd logo
1  sur  9
Télécharger pour lire hors ligne
‫د کلتور مفهموم‬

                                                            ‫چمتو کوونکی: سید محمد نعیم خالد – (۲۱/۰۳/۲۱۳۲ )‬

                                                                                                             ‫تعریف‬
                                                                                                 ‫د کلتور مشخصات‬
                                                                                        ‫دکلتور انواع او دهغه برخی‬
                                                                                      ‫کلتورونه تدریجی تکامل کوی‬
                                                                                                            ‫اخځونه‬
    ‫------------------------------------------------------------------------------------------------------------‬
‫کلتور د ژوند یوه الره ده. کلتور د توافق یا عدم توافق ، د خوڅښت او یا عدم خوڅښت څخه منځ ته راځی. د ‪culture‬‬
‫کلمه چی د ‪ Herder‬جرمنی پواسطه د خلکو د ارواح یا د مینی د کلمی په نامه استعمال کړی ده ، منځ ته راغلی. د‬
‫وخت په تیریدو سره د په امریکایی انتروپولوژی کی د ‪ Adolf Bastian‬پواسطه استعمال شوی ده. ورسته دا کلمی‬
                                            ‫برتانوی انتروپولوژیست ‪ Edward B. Tylor‬پواسطه استعمال شوی ده.‬

‫‪ Edward B. Tylor‬د کلتور په هکله وایی چی کلتور د انسان پواسطه د یوی جوړی شوی نړۍ په شان دی، دا نړۍ په‬
‫خپل ځان کی ماده ایزه کلتور او زرع شوی نما لری چی د ټولنیزه ساختمانونو (سیاسی، مذهبی، اقتصادی...)، پوهی او‬
‫معنی درلودنکی ده. کلتور یا تمدن د اتنو ګرافی په بنسټ یو داسی ترکیب دی چی پوهه، عقیده، هنر، جرعت، قانون،‬
                ‫رواج او ټولی هغه توانایی او عادات چی یو فرد د ټولنی د غړی په توګه د توافق په اساس د ځان کوی.‬

‫د تاریخ په اوږدو کی د کلتور لپاره بیالبیل تعریفونه شوی دی. مګر دا مهال کلتور ته د دوه اړخه کتل کیږی: (۱) د‬
‫ایکولوژیکی انتروپولوژی په اساس چی کلتور د یوی وسیلی (‪ )Tool‬په نامه یاد شوی دی، چی د ټولنو لخوا د خپل‬
‫طبیعت او چاپیریال سره د توافق لپاره کارولی دی. دا وسیله د مستحکموفزیکی وسیلو، پوهی، مهارتونو او د سازمانونو‬
‫د شکل څخه تشکیل شوی دی. ددی تعریف له مخی محلی خلک خپل ایکوسیستم ته په پام کی نیولو سره په شته مځکو‬
‫باندی په ګروپونو باندی ویشل کیږی. (۲) دوهم تعریف چی د نورو انتروپولوژی د علما لخوا شوی دی، ډیره ذهنی بڼه‬
‫لری. پدی تعریف کی کلتور په ټولنیز ژوند کی د ډیری ارتباطی معنی په مطلب کارول شوی دی. دا تعریف د کلتور د‬
‫ژبی، سمبولونو، خلکو، افعالو او خاص حوادثو څخه تشکیل شوی دی. او داسی هم وایی چی کلتورد انسان د ژوند یو‬
‫سمبولیک، ژبنیز، او معنی لرونکی اړخ دی. ددی تر ځنګ د ټولنپوهی یا سوسیالوژۍ په اساس کلتور ته ډیر ټولنیز اړخ‬
                          ‫په پام کی نیول کیږی، چی د ټولنیزو سازمانونو، او عکس العملونو ... څخه تشکل شوی دی.‬

 ‫باوجود ددی چی د کلتور د کلمی لپاره خاص تعریف وجود نلری، بیا دا تعریف په ډیر کتابونو او لیکنو کی استعمالیږی:‬

‫کلتور د مشترکو باورنو، ارزښتونو، آدابو، رواجونو، رفتارونو، هنرونو یو ترکیبی نظام دی چی انسانانو د تاریج په‬
‫اوږدو کی د د نړۍ سره او یا په خپلو منځونو کی د یو بل سره د مقابلی لپاره استعمال کړي دی او د یو نسل څخه بل‬
                                                                 ‫نسل ته د زده شوی عمل په توګه انتقال مومی.‬

                                                                       ‫پورتنی تعریف په څلورو برخو ویشل کیږی:‬

                  ‫۱.سمبولونه: وسایل، کورونه، هنری کارونه ، فامیل اړیکی، اقتصادی تبادلی، قانونی موانع او عقیده.‬
                                                                                        ‫۲.سیستماتیک جوړښتونه‬
                                                                                          ‫۰.زده کړشوی انتقاالت‬
                                                                                                 ‫۴.ټولنیز بنسټونه‬

                                                                                                ‫د کلتور مشخصات‬

                                                                                       ‫1. کلتور زده کیږی‬
                                                                       ‫2. کلتور د ټولنی د چلنونو مجموعه ده‬
‫کلتور د بشریت میراث دی‬       ‫3.‬
                                                         ‫کلتور هر وخت ایدیال په پام کی نیول شوی دی.‬      ‫4.‬
                                                                    ‫کلتور د انسان غوښتنی ارضا کوی‬        ‫5.‬
                                                                        ‫کلتور د انسانی ټولنی تولید دی.‬   ‫6.‬
                                                                  ‫کلتور د انسان د ظرفیتونو نمایش دی.‬     ‫7.‬
                                                                 ‫کلتور د وخت په تیریدو سره تغیریږی.‬      ‫8.‬
                                                            ‫کلتور د یو نسل څخه بل نسل ته انتقال مومی‬     ‫9.‬
                                                        ‫کلتورونو په مختلفو ټولنو کی مختلف رقمونه لری‬      ‫11.‬

                                                                                              ‫دکلتور انواع‬
                           ‫کلتورونه په دوه برخو ویشل وی دی. لمړی مادی کلتورونه او دوهم غیر مادی کلتورونه .‬

                                                    ‫۱.مادی کلتورونه : چوکۍ ، میز، یخچال، تلویزون، آس، کور..‬

‫۲.غیر مادی کلتورونه : خلک خبری کوی. خلک مختلف عقاید لری. دین، مذهب،افتخار، اتارزښتونه، عادتونه ، د خت‬
‫ارزښت ، نږدی والی د خلکلو تر منځ، شخصی ساحه (‪ )space‬او نفوس ( څکه چی کلتور د خلکو د روش یا کردارونو‬
                                                                           ‫د مجموعی څخه عبارت ده) ...‬

 ‫ددی عالوه کلتورونه کیدای شی نړیوال کلتور، غربی کلتور، اسالمی کلتور، عنعنوی کلتور، قومی کلتور، جنګی کلتور‬
                                                                                ‫او داسی نورو باندی وویشو.‬

‫د کلتور دواړه یاد شوی انواع کله نا کله د پټ او ځرګند کلتور په نوم هم یادیږی. دکلتور کلمه نن ورځ کابو هر ځوک‬
‫استعمالوی، او ددی خلکو مطلب د دکلتور دکلمی څخه یوازی د هغه وتلی برخی دی. د ټولنپیژندنی پوهان دا برخی‬
‫کلتور د یخ د هغه ټوټی سره مقایسه کوی چی ډیره برخه یی په اوبو کی ننوتی وی او کمه برخه یی د اوبو څخه وتلی‬
‫وی، چی هغوی ورته د ‪ cultural iceberg‬انګریزی کلمه استعمالوی. د کلتور وتلی برخی ( یا د یخ هغه برخه چی د‬
‫اوبو څخه وتلی وی) عبارت دی له : ژبی، دین، لباس، خواړه، قوانین، موسیقی، فلم... او دکلتور پټی برخی هغه دی چی‬
‫څوک یی لیدلی نشی مګر جود لری. د بیلګی په توګه فرانسویان وایی موږ ډیر منطقی یو، افغانان وایی موږ ډیر غیرتی‬
                                                                      ‫یو، امریکایان وایی موږ ډیر باجرعته یو...‬

‫‪ Rousseau‬په ۳۹۹۱ کال کی پورتنی نظر ته ورته یوه نظریه ورکړه او یو ماډل یی جو کړ او کلتور یی د یو پیاز‬
‫سره پرتله کړی او د هغه لپاره بیالبیالی طبقی (‪ ) layers‬ورکړی دی. عموما دا طبقی یا حلقی په دوه برخو ویشل شوی‬
                                                                       ‫دی. لمړی باندنی او دوهم داخلی حلقی.‬

‫ژبه : په ۱۱۳۲ کال کی د نړی حقایقو په کتاب کی ننی ژوندۍ ژبی ۹۳۹۹ ښودلی دی. پدی ډله کی ۹۸۰ هغه ژبی دی‬
‫چی کابو هره یوه یی د یو ملیون څخه لږ خلک پری خبری کوی. مګر د نړۍ ۴۹ سلنه نفوس تشکیلوی او هغه پاتی ۹‬
‫سلنه یی هغه ژبی د چی د نړۍ د ډیری استعمالیدونکی ژبی په نامه سره یادیږی. دا ژبی چنایی ، هسپانوی، انګریزی،‬
                                                        ‫عربی، هندی ، بنګالی، پرتګالی ، روسی او جاپانی دی.‬

‫دین : نن ورځ په نړۍ کی ډیر دینونه وجود لری مګر دیوی احصایی له مخی چی شوی ده (۸) نن ورځ ۹۱ ډیر تمرین‬
‫کیدونکی دی. دا دینونه بیا هر یو په خپل وار سره په نورو ګروپونو ویشل شوی دی چی بیلګه یی عیسویت دی چی په‬
‫۳۳۳۱ نورو فرقو ویشل شوی دی او یا هم اسالم دی چی په سنی او شیعه او بیا هر یو په نورو ګروپونو سره ویشل‬
‫شوی دی چی هر یو یی خاص تمرینونه کوی او د خاصو کلتورونو درلودونکی دی. ځین وخت داسی هم ویل کیږی چی‬
‫دین خپله یو کلتور دی مګر په نړیوالو کتابونو او لیکنو دین هر وخت د کلتور یوه برخه بلل شوی دی. او بل توپیر یی‬
‫دادی چی ویل کیږی چی دین د طبیعت نه نور هم لوړ دی مګر کلتور ته یوازی یو طبیعی پدیدی په توګه کتل کیږی.‬
‫مثالونه یی خدایان،خلقت، مړه کول ، د روح ورکول، بال ګانی ، کلتوری قهرمانان یا اقسانوی قهرمانان او داسی‬
‫نور(۳۱). په ۹۳۳۲ کال کی یوه احصایه اخستل شوی وه چی دهغه د مخی ددینونو په هکله الندی ارقام ارایه شوی وو.‬
‫دین خو یو واضح خبره ده چی کلتور ۳۰ سلنه برخه تشکیلوی او هغه ډیر متاثره کوی کیدای شی مثبت وی او کیدای‬
                                                                                    ‫شی منفی اړخ ولری.‬

                        ‫نفوس‬                                                    ‫دین‬
                                      ‫۳۳۳۲۹۴۴۹۲۲‬                                                   ‫عیسویان‬
                                      ‫۳۰۱۲۱۲۰۲۰۱‬                                                     ‫مسلمان‬
                                       ‫۳۳۳۳۹۴۰۰۹‬                                                        ‫هندو‬
                                       ‫۳۳۳۱۲۹۰۸۴‬                                                  ‫بت پرستان‬
                                       ‫۳۳۸۹۷۰۴۰۴‬                                       ‫چینایی فلکلوری دینونه‬
                                        ‫۳۳۷۲۲۲۴۲‬                                                      ‫سیکان‬
                                        ‫۳۳۳۹۴۰۴۱‬                                                        ‫یهود‬

‫او د ۲۰۰۵ د کال یوی احصایی له مخی داسی ویل کیده چی ۵۵ دینونه ډیر تمرین کیږی او دځینی هغه یی چی ډیر تمرین کیږی‬
                                                                             ‫په الندی ډول سره ښودل شوی وو(۹):‬




                          ‫دینونه د عقیدی له اړخه چی بیا هم یو کلتوری اغیزه لری په دریو برخو ویشل شوی دی:‬

                                              ‫مونو تیزم – یاد یو خدای عبادت کول. مثال یی اسالم او یهودیت دی.‬

                                          ‫پولی تیزم – د ډیرو خدایانو عبادت کول او عقیده درلودل. هندو او سیکان‬

‫دطبیعی قواوو بنسټیز دین - انیمیزم – په طبیعت باندی عقیده درلودل معنی دا چی طبیعت خپله جوړ شوی او خپل ځان‬
                       ‫کنترولوی. ساینس پوهان . او نور طبیعی بنسټ دینونونه زوراستزیم ، منیشزم او وودو دی.‬

‫نفوس: د نفرو تعداد هم یو اغیزناکه فکتور دی چی کلتورونه متاثره کوی. په کومه کچه چی نفوس زیاتیری په همغه‬
                                                          ‫اندازه کلتوری مثبت او منفی تغیرات منځ ته راځی.‬

‫د فبرووی په دوهمه نیټه د امریکی د نفوس شمیرنی د اداری د یو راپور له مخی نن ورځ په نړۍ کی ۸۴۱۸۹۷۱۹۹۹‬
‫ژوند کوی. د یو تخمین له مخی ښودل شوی ده چی د میالد په ۱ کال باندی په نړۍ کی ۳۳۰ ملیونو خلکو ژوند کوو؛ په‬
‫۳۰۲۱ عیسوی کال کی ۳۳۴ ملیونه خلک وو ؛ په ۳۳۰۱ عیسوی کال کی ۳۳۰ ملیونه شو. او بیا ورسته د ملګرو‬
‫ملتونو د یو تخمین څخه چی په کال کی ۴۳۸۱ کی وشو د نړۍ نفوس ۱ بیلیون شو؛ په ۷۲۹۱ عیسوی کال کی یعنی‬
‫۰۲۱ کاله ورسته دنړۍ نفوس ۲ بیلیونو ته ورسید؛ او ۰۰ کله ورسته په ۳۹۹۱ کی نفوس ۰ بیلیونه شو او په ۴۷۹۱‬
                ‫کی ۴ بیلیونه شو او په ۷۸۹۱ کی ۰ بیلیونو ته ورسید او په ۹۹۹۱ کی یی ۹ بیلیونو خلکو ته ورسید.‬

‫دی ته ورته کلتوری معیارونه د تولد او د ژوند اوږدوالی هم متاثره کوی. د بیلګی په توګه نن ورځ په امریکا کی نوی‬
‫قانون تصویب شو چی ټول دولتی مامورین کولی شی خپل اوالد سقط کړی. او یا هم په چین کی چی د دوه بچیانو څخه د‬
‫زیات اوالد درلودل اجازه نشته ده. بیا هم تولدونه نسبت مرګ ته ډیر دی نو ددی په اساس نفوس زیاتیږی او د نوی‬
  ‫کلتورونو د زیږیدو المل کیږی. په ۱۱۳۲ کال کی یوه ډیټا د تولداتو او مړینو په هکله پداسی شکل سره ارایه شوی وه:‬

                        ‫مړینی‬                                                   ‫تولدات‬

        ‫۸ نفر په هرو ۳۳۳۱ نفرو کی مړه کیږی‬               ‫۹۱ تولدات پر هرو ۳۳۳۱ نفرو کی نوی زیږول کیږی‬

              ‫۰،۰۰ ملیونه مړینی هر کال‬                              ‫۴،۱۰۱ ملیونه تولدات هر کال‬

              ‫۳۳۹۱۰۱ مړینی هره ورځ‬                                    ‫۳۳۳۳۹۰ تولدات هره ورځ‬

                ‫۹۱۰۹ مړینی هر ساعت‬                                    ‫۳۳۳۰۱ تولدات هر ساعت‬

                 ‫۰۳۱ مړینی هر دقیقه‬                                     ‫۳۰۲ تولدات هره دقیقه‬



‫خواړه: خواړه هم د کلتورونو د ډیرو وتلو برخو څخه شمیرل کیږی او معموال دیر شهرت هم لری. او کله ناکله د‬
‫سټریوټایپونو (یا د سوچوونو مثبت یا منفی) المل هم کیدای شی. د بیلګی په توګه فرانسوی خواړه یا فرانسوی غذای‬
‫نړیوال شهرت لری. جاپانی سوشی ، افغانی پلو ، هسپانوی خوګ، فرانسوی شراب، بلجیمی بیر، مراکشی کوزکوز او‬
‫امریکایی سندیوچ... هر یو یو خاص نوم ځان ته ایستل دی او دهغه په مرسته کله ناکله خلک هم پیژندل کیږی او هغوی‬
‫د کلتوری پاسپورت په توګه ورڅخه استفاده کیږی. خواړه عالوه ددی چی موږ ته د ژوند یوه زمینه مساعدوی ، د‬
‫مهما ن نوازی یو سمبول بلل کیږی دبیلګی په توګه به افغانستان کی معموال په کلیو او بانډو کی چی د چا کره ورشی نو‬
‫چای او ډوډۍ به حتما ورسره خوری که یی ونه خوری نو خفه کیږی. دخوړو مصؤنیت او امنیت هم د کلتور یوه برخه‬
‫ګرځیدلی ده نن ورځ هغه هیوادونه چی نستبا ارام دی ښه مغذی او صحی خواړه خوری او په کیفیت پسی یی ګرځی‬
‫حال دا چی په د دریمی نړۍ هیوادونه په کافی اندازه څه نلری چی و یی خوری او ژوند پری وکړی. خواړه دینی او‬
 ‫مذهبی اړخ هم لری. ځینی خواړه په ځینی دینونو کی ممنوع دی. یوه بیلګه یی الندی جدول کی درته وړاندی کوم(۱۱):‬

   ‫بودیزم‬               ‫اسالم‬      ‫عیسویت‬             ‫یهودیت‬          ‫هندویزم‬        ‫سکهیزم‬        ‫خواړه -‬
                                                                                                     ‫دینونه‬
    ‫ځینی‬     ‫هو ، مګر د وینی‬             ‫هو‬ ‫هو ، مګر د وینی‬        ‫ځینی خلک‬               ‫هو‬          ‫هګۍ‬
    ‫خلک‬         ‫څخه پاکه وی‬                      ‫څخه پاکه وی‬
      ‫هو‬     ‫که چیری د رینت‬             ‫که چیری د رینت هو‬          ‫که چیری د‬              ‫هو‬         ‫لبنیات‬
               ‫ورکی استعمال‬                    ‫ورکی استعمال‬       ‫رینت ورکی‬
             ‫شوی وی ، نه یی‬                 ‫شوی وی ، نه یی‬       ‫استعمال شوی‬
                    ‫استعمالوی‬              ‫استعمالوی او یا هم‬     ‫وی ، نه یی‬
                                            ‫که چیری یی دری‬          ‫استعمالوی‬
                                                 ‫ساعته مخکی‬
                                            ‫غوښه خوړلی وی‬
       ‫نه‬     ‫هو که چیری ذبح‬     ‫د جمعی په‬       ‫باید په کوشر‬      ‫ځینی خلک‬     ‫حالل یا کوشر‬    ‫د چرګ غوښه‬
                 ‫یی په اسالمی‬    ‫ورځ یی نه‬    ‫طریقی سره یی‬                        ‫باید نه وی؛‬
               ‫طریقه شوی وی‬          ‫خوری‬        ‫ذبح شوی وی‬                     ‫نور یی خوری‬
‫نه‬     ‫هو که چیری ذبح‬     ‫د لنت (مذهبی‬       ‫باید په کوشر‬        ‫ځینی خلک‬      ‫حالل یا کوشر‬    ‫د وری غوښه‬
                 ‫یی په اسالمی‬     ‫ورځ) یی نه‬      ‫طریقی سره یی‬                          ‫باید نه وی؛‬
               ‫طریقه شوی وی‬            ‫خوری‬        ‫ذبح شوی وی‬                         ‫نور یی خوری‬
       ‫نه‬     ‫هو که چیری ذبح‬       ‫د جمعی په‬         ‫باید په کوشر‬                ‫نه‬              ‫نه‬   ‫د غوایه غوشه‬
                 ‫یی په اسالمی‬      ‫ورځ یی نه‬       ‫طریقی سره یی‬
               ‫طریقه شوی وی‬            ‫خوری‬          ‫ذبح شوی وی‬
       ‫نه‬                   ‫نه‬            ‫هو‬                    ‫نه‬           ‫ډیر کم‬             ‫نه‬    ‫د خوګ غوښه‬
    ‫ځینی‬                   ‫هو‬                   ‫هو ؛ باید اغزی او‬    ‫هو ؛ باید اغزی‬      ‫ځینی خلک‬     ‫د ماهی غوښه‬
    ‫خلک‬                                          ‫فلسونه اد د شاتیر‬    ‫او فلسونه یی‬
                                                ‫هډوکۍ یی ورسره‬         ‫ورسره وی‬
                                                               ‫وی‬
       ‫نه‬                  ‫هو‬             ‫هو‬                    ‫نه‬              ‫هو‬       ‫ځینی خلک‬         ‫شیل فیش‬
                                                                                                        ‫(دماهی یوه‬
                                                                                                             ‫نوعه)‬
       ‫نه‬                   ‫نه‬            ‫هو‬      ‫کوشر شوی باید‬         ‫ځینی خلک‬         ‫ځینی خلک‬      ‫حیوانی شحم‬
                                                             ‫وی‬
       ‫نه‬                   ‫نه‬     ‫ځینی خلک‬       ‫کوشر شوی باید‬                  ‫نه‬      ‫ځینی خلک‬            ‫الکول‬
                                                             ‫وی‬
      ‫هو‬                   ‫هو‬             ‫هو‬                 ‫هو‬                 ‫هو‬              ‫هو‬     ‫چای او قهوه‬
      ‫هو‬                   ‫هو‬             ‫هو‬                 ‫هو‬                 ‫هو‬              ‫هو‬       ‫مغزبات او‬
                                                                                                          ‫سبزیجات‬
      ‫هو‬                  ‫هو‬             ‫هو‬                  ‫هو‬               ‫هو‬                ‫هو‬            ‫میوی‬
    ‫ځینی‬       ‫هو؛ د روژی په‬       ‫ځینی خلک‬         ‫هو؛ یوازی د‬         ‫ځینی خلک‬                 ‫نه‬           ‫روژه‬
    ‫خلک‬            ‫میاشت کی‬                     ‫‪ Yom Kippur‬په‬
                                                       ‫وخت کی‬



‫رخصتۍ: رځصتۍ هم د ځینو کلتورونو د خاصی مشخصی څخه ده. ځینی هیوادونه ډیری رخصتۍ او خلک یی راحت‬
‫غوښتونکی دی. د مثال په فرانسه کی دری میاشتی د معاش سره رخصتی شته. حال دا چی په جاپان کی په ټول کال کی‬
‫یو نفر یوه اونۍ رخصتی لری. بل د رخصتیو ملی اړخ دی. د مثال په توګه د آزادی ورځ، د یو مشهور شخص ورځ او‬
                                        ‫یا هم د ښځی او اطفالو ورځ، چی ټول کلتوروی بنسټونه او ارزښتونه لری.‬

‫لباس : لباس هم د کلتور یوه ډیره لیدونکی او لویه برخه تشکیلوی او دا هم کیدای شی چی د کلتوری تذکری یا‬
‫پاسپورت په توګه وکارول شی. د بیلګی په توګه پخوا به پښتون د یوی لوی زیړی لونګۍ سره وو او ښځینه وو به لوی‬
‫لوی کمیسونه اغوستل. کوچنی کوچنی واستکټونه به هم ورسره وو او یا د افغانستان په شمال کی چپنه او قره قولی‬
‫اغوستل دود دی. په هند کی کی د ښځینه وو لپاره ساری لباس ډیر ارزښت لری. په کارو بار او یا هم علمی ساحو کی‬
‫معموال دریشی اغوستل کیږی. نظامیان او عسکر خاصی دریشۍ او یونیفرم لری. یهودان کوچنۍ توری او یا سپین‬
‫رنګی خولی چی ورته ‪ Kippah‬وایی، په سر ایږدی. مسلمانی ښځی حجاب کوی. عیسوی راهبان یا دینی مشران لباس‬
        ‫اغوندی ورته کسوک ‪ cassock‬وایی. کله نا کله لباس ښی وظیفی لری او کله کله سړی ګوانتاناموته هم رسوی.‬

‫سمبولونه : سمبولونه هم هغه برخه د کلتور ده چی ډیره لیدل کیږی او د خلکو توجه ورته معطوف کیږی. ښه مثالونه‬
‫یی د اسالم به نړۍ کی جماعت دی چی په منارونو باندی سمبال وی او د نیمه سپوږمۍ یا نیمه دایری ته ورته جوړښت‬
‫یی په سر باندی واقع وی. او یا هم د هللا لیکل په هر ځای کی او یا هم دشنه بیراغ درلودل، چی د اسالم د وتلیو سمبلونو‬
‫څخه دی. د یهودانو ځینی سمبولونه عبارت د له کوچنی خولی، اوږدی ږیری ، دستوری عالمه چی ورته ‪Magen‬‬
‫‪ David‬وای، او د غواړکی یا زیوارتو په برخه کی د الس ته ورته ساختمان چی ورته ‪ hamesa hand‬وایی ، لیدل‬
‫کیږی. د عیسویانو سمبولونه د بیلګی په توګه د ثلیب عالمه به غواړه کی اچول دی. ښه نمونه یی په الندی تصویر کی‬
                                                                                             ‫ښودل شوی ده(۲۱):‬
‫موسیقی او سینما: موسیقی د کلتور هغه برخه بلل شوی ده چی خلکو ته یو خاص هویت ورکوی. کله کله سینما د اوم‬
‫هنر په نامه سره یادیږی. ښه مثالونه یی شرقی او غربی موسیقی. هالیود او بالیود دی. او یا هم په افغانستان کی یی ښه‬
‫مثال د زموږ وطنی موسیقی وه چی په کلیو او بانډو کی به غږول کیده ،بیا ورسته د افغانستان کالسیکه موسیقی وه او نن‬
‫ورځ لږ شانته د غربی او شرقی موسقی د ترکیب څخه یوه نوی موسیقی منځ ته په راتلو ده چی یو خاص کیفیت او‬
‫خاص مشتریان به لری. د موسیقۍ په برخه کی لوی لوی فیسټیوالونه هم جوړیږی ښه مثالونه یی د کن فیسټیوال ، د‬
‫برلین فیسټیوال، د وینیس د موسټرا فیستول، اوسکار او ځینی نور چی هر یو یی د کلتورنو د ښودلو او هنری تاریخ‬
                                                                                               ‫منابع بلل کیږی.‬

‫نقاشی: نقاشی د کلتورونو یوه بله برخه ده . دا هغه برخه ده چی واقعا تاریخونه د یو نسل څخه بل نسل ته انتقالوی. مګر‬
‫په ځینو ځایونو کی هغه ته اجازه نشته. د مثال په توګه په اسالم کی د انسان او یا د حیوان د رسم اوښکل منع بلل کیږی.‬
‫بیا هم د طبیعت د رسامۍ او نقاشی یو لوی هنر دی او خاص کلتوری ا و اقتصادی ارزښت لری. فرضا د مونالیزا نقاشی‬
                                                                                  ‫چی ملیونونه ډالر ارزښت لری.‬

‫معماری: معماری هم خاص ارزښت ځانته غوره کړی دی. پدی برخه کی عربی، ایرانی او یا هم اوروپایی کلتورنه د‬
‫پام وړ دی. په افغانستان د اطراف خلک لوی لوی کال ګانی جوړوی. په ښارونو خلک په یو کوچنی اپارتمان کی‬
‫اوسیږی. د دینی لحاظه په معماری کی ډیر کارونه کیږی او شوی دی. د مثال په ډول مسجدونه او کلیسا ګانی چی ډیر‬
                                                    ‫مصرف پری کیږی او په یو خاص هنری شکل سره جوړوی.‬

‫ساینس : په معاصره نړۍ کی ساینس هم دیر د اهمیت وړ کلتوری بڼه غوره کړی ده. هغه کلتورونه چی ډیر په مخ تللی‬
‫دی نو دیر علمی او ساینسی جایزی یی تر السه کړی دی چی د هغوی یو کلتوری هویت ځرګندوی کیدلی شی. ښه مثال‬
‫یی د فزیک ، کیمیا او طبابت په برخه کی د نوبل جایزی دی. مګر دا جایزه کیدای شی چی نورو برخو کی هم وکارول‬
                                                      ‫شی د بیلګی په توګه ادبیات، هنرونه، صلح اود بشر حقوق.‬

‫سپورت: سپورت هم د کلتورونو یو مهمه برخه بلل کیږی. هر هیواد ځانته سپورت لری او د هغه د منځ ته راتګ قیصه‬
‫لری او دهغه د تکامل او یا په هغه کی دنوښتونو تاریخ لری. د مثال په توګه په افغانستان کی ووزلوبه چی اوږد تاریخ‬
‫لری او د افغانی کلتور د مهمو شاخصونو څخه ده. دی ته ورته د نیزی او آس د ځغاستی او داسی نوری لوبی. په‬
‫امریکی کی د بیلګی په توګه د غوایه لوبه ، په چین کی د رزمی سپورتونه او یا د فیل لوبی. په انګلستان کی ګلف او‬
                                                                   ‫کریکت چی هغه هیواد کی منځ ته راغلی دی.‬

‫داطفالو روزنه : نن ورځ په کلتورونو کی د نوی نسل روزل یو ډیر ارزښتنم ځای غوره کړی دی. د بیلګی په توګه په‬
‫افغانی ټولنه کی په نامه د خپل اوالد سالمه روزنه وجود لری مګر په حقیقت کی هیځ هم نه ورته کوی.ښه مثال یی هغه‬
‫د یوی هنرمندی میرمن وجیهه رستګار سندره ده چی وایی بچی مو کالن شوه ، والی بامیان شوه... دی ورته نور هم‬
‫د اسی خیالی او تصوری کارونه وجود لری مګر نه د دولت په سطحه او نه هم په ټولنه کی دا د افغانی کلتور یوه برخه‬
‫بلل کیږی. بلکه په فرانسه کی که چیری د یوی ښځی اوالدونه دریو ته ورسیږی نو مور حق نلری چی نور کار وکړی‬
           ‫، هغه باید ټول خبل وخت د خپل اوالد په روزنه تیر کړی او معموال دا روزنه تر ۸۱ کلنۍ پوری دوام مومی.‬
‫جنسیت : جنسیت تنها د تناسلی توپیر په اساس نه بلکه د مینی او محبت، جنسی صمیمیت، جنسی هویت، دمثل تولید او‬
‫جنسی روغتیا هم پکښی شامل دی. دا معموال د ښځینه او نارینه وو یو بل ته کاته دی او د ښایست تعریف دی. په هر‬
‫کلتور کی دا تعریف بیال بیل ارزښت لری. د بیلګی په توګه افغانان کیدای داسی نجونو خوښی کړی چی توری سترګی ،‬
‫تور ویښته، سپین رنګ او لوړه ونه ولری او افغانی نجونو هم داسی هلکان خوښ کړی چی لوړه ونه ، تور ویښتان، ښه‬
‫اخالق او د ښی کورنۍ څخه وی، خوښ کړی. حال دا چی په اوروپا او یا په غربی نړۍ کی خالف د افغانی ذهنیت هغه‬
‫نجونو ډیری خوښول کیږی چی شنی ستګر اوکم رنګه زیږ او یا کمرنګه خرمایی ویښتنه ولری. د جنسی هویت په کله‬
‫باید ووایو چی په افغانی ټولنه یوازی ښځه ښځه ده او نارینه نارینه دی. مګر په نوره نړۍ کی ښځینه کولی شی د ښځینه‬
‫سره او نارینه د نارینه سره واده وکړی یعنی همجنس بازی په قانونی توګه اجازه لری او دی خلکو ته یو خاص کلتوری‬
‫پاسپورت ورکوی او هغوی د هغه په مرسته پیژندل کیږی. د اوالد درلودلو په هکله به ووایو چی اکثرا دینونوه پدی‬
‫عقیده ده چی سقط جنین باید ونه شی او څومره اوالد چی درلودلی شی باید ویی لری مګر نن ورځ په هغه سیکولر‬
‫هیوادونو کی چی دین ته خاص ارزښت نه ورکول کیږی د اوالد د درلودلو لپاره معیار ټاکل شوی دی چی باید یو یا دوه‬
‫او یا هم یو محدود تعداد اوالد ولری. ښځه چی د ټولنی کابو ۳۰ سلنه برخه تشکلیلوی او په همغه اندازه او یا د کلتور‬
‫په ودی ، ساتنی او هغه ښه ځرګندولو کی برخه اخلی. د اسالم له نظره ښځه خالف د نورو دینونو ډیره لوړه بلل شوی ده‬
‫او د اسالمی مفکوری او ذهنیت په پام کی نیولو سره ښځی ته ډیر لوړ مقام ورکړ شوی دی. د ښځو نمونه په قرانکریم‬
‫که ځو ځایه ذکر ش وی دی او ورسته د پیامبر صل هللا علیه وسلم په وخت کی ښځو معلمی کوله، ښه بیلګه یی حضرت‬
‫بی عایشه رض وه. مګر نن ورځ په اکثریت مسلمانو ټولونو کی د ښځی ځای ډیر ټیټ او ښځی ته په ډیر سپک نظر کتل‬
‫کیږی. په افغانی ټولنه کی ښځه معموال هغه رقم معامله ورسره کیږی لکه د حیواناتو سره . په اکثرا ځایونو کی حق‬
‫نلری چی لیک لوست وکړی، ددی حق نلری چی په آزاده توګه د خپلی خوښی د ژوند ملګری خوښ کړی، ددی حق‬
‫نلری چی د خپلو اساسی حقوقو څخه دفاع وکړی. بیا هم موږ افغانان پری ویاړو چی دا زموږ کلتور دی. په نورو‬
‫کلتورونو کی هم ښځه نسبت د نارینه وو کمه بلل کیږی. د بیلګی په توګه په اګثرا اوروپایی ممالکو کی ښځی ته لږ‬
‫معاش ورکول کیږی او یا په لوړو اداری پوستونو باندی کار نشی کولی. مګر ځینی هیوادونه لکه سویدن په هغه کی‬
‫ښځه تقریا د نارینه په ځیر حق لری. په عمومی توګه په مسلمانه نړۍ کی ښځی ته د دیموکراسۍ په بنسټ حقوق ندی‬
                                                                    ‫محیا شوی او یا دا آزادۍ تری سلب شوی دی.‬

                                                                                ‫کلتورونه تدریجی تکامل کوی؟‬

‫مخکی مو وویل چی کلتورونه تکامل کوی، دا تکامل کومی برخی احتوای کوی. البته د کلتورونو بیالبیل اړخونه تکامل‬
‫مومی. مګر په ډیره لوړه سطح تکامل د ژبی، تعمیراتو، تکنالوژۍ، کورنی ژوندونه ، واده ، اقتصادونه او دولتونو په‬
‫برخه کی شوی دی. او ال نور هم تکامل کوی. یوه بیلګه یی داده چی یو وخت چا دا عقیده نه درلوده چی سپوږمۍ ته به‬
‫انسان ځی مګر نن ورځ په سپوږمۍ کی ځینی هیوادونه ځمکی ویشی. بل مثال یی دژبو تکامل دی. ژبی په تیرو وختونو‬
‫چی ډیره تکنالوژی نه وه، ډیر ساینسی کارونه نه کیدل نو په همغه حالت پاتی وه مګر نن ورځ د نوی وسایلو او نوی‬
‫کارونو لپاره نوی کلمی ضرور دی. نو پدی توګه ژبه ډیر تکامل کوی ( البته پدی برخه کی باید ووایو چی پښتو ژبه تر‬
                                                                                                ‫مستثنی ده! )‬

                                              ‫‪ Schein‬په ۰۸۹۱ کی د کلتور مختلفی مرحلی داسی بیانی کړی دی:‬

                                                                                   ‫د زیږیدنی دوره‬     ‫1.‬
                                                                        ‫د ډیری مخنکنۍ ودی دوره‬        ‫2.‬
           ‫د اوسط ژوند دوره - دا هغه دوره ده چی په ټولنه کی ځینی رواجونه یا خاص عادات له منځه ځی.‬     ‫3.‬
‫د بلوغ یا تکامل دوره - چی ټولنه نوره وده نشی کولی او مشبوع حالت ته رسیږی او خپلو تیرو کړو یا‬          ‫4.‬
                                                                        ‫میراثونو ته بیرته مخ اړوی.‬

‫کلتورونه کله ناکله کیدای شی ورک شی او یا هم ډیری کمی نښی یی پاتی وی. نو دا مطلب په پام کی نیولو سره د‬
                                                                        ‫څلورو حاالتو سره مخامخ کیږو:‬
‫‪ : Acculturated‬دا هغه حالت دی چی یو ځوک خپل کلتور د یاده وباسی او دقوی کلتور یا بانفوذه کلتور یی د ځان‬
‫لپاره غوره کړی وی. مثال یی اکثرا هغه افغانان دی چی بهر ته یی مهاجرت کړی او نن ورځ د هغه ملک په ځیر‬
                                                             ‫ګرځیدلی دی او د افغانی کلتور کوم مشخصات نلری.‬

‫‪ :Bicultural‬دا هغه حالت دی چی یو ځوک ۳۰ سلنه خپل کلتوری مشخصات او ۳۰ سلنه دوهمی کلتور د ځان لپاره‬
‫غوره کړی وی. پدی حالت کی مثال په افغانستان کی موسسا کیدای شی . کوم بهرنیان چی افغانستان ته راځی نو هغوی‬
                                           ‫خپل کلتور هم لری او په ځنګ کی افغانی کلتور هم څه نا څه زده کوی.‬

‫‪ :Traditional‬دا هغه حالت دی چی یو ځوک یوازی خپل عنعنوی کلتور د ځان لپاره غوره کړی او بل نشی منلی او یا‬
‫یی نه غوره کوی. اکثر التین ممالک پدی حالت کی دی لکه فرانسه ، ایتالیا او هسپانیه چی نه غواړی خپله ژبه پریږدی،‬
                                       ‫خپل کلتوری خواړه هیر کړی او یا هم خپل رقصونه او موسیقی هیره کړی.‬

‫‪ :Marginal‬دا هغه حالت دی چی یو ځوک د هر کلتور څخه لږ لږ ځانته غوره کوی او په یو متنوع او مختلف کلتوری‬
‫چاپیریال کی ژوند کوی. پدی حالت اکثرا هغه کسان شامل دی چی تجارتی کارونه په مخخ بیایی او یا لوړ پوړی دولتی‬
‫چارواکی وی ، ځکه هغوی هر وخت د مختلفو کلتوری ځیرو او خلکو سره ناسته والړه کوی نو دا نوع حالت یی ځانته‬
                                                                                          ‫غوره کړی وی.‬

‫اوس خبره داده چی که چیری کلتورونه تکامل کوی او د انکشاف او پرمختګ په حال کی دی نو ولی افغانی ټولنه او‬
‫افغانان نشی کولی چی دا پرمختګونو ته غیږه پرانیزه او د هغه سره مرسته وکړی؟ ولی افغانان نه غواړی چی نو خپل‬
‫کلتوری هویت ټولو ته مثبت وښی ؟ که چیری دری ژبه انکشاف مومی هم د یو افغان هویت لری او که پښتو پرمختګ‬
‫کوی هم د یو افغان هویت ته ګټه رسوی. دعلم په ډګر کی څوک کار نکوی ، ډیر ځوانان په داخل او بهر کی لرو چی‬
‫هر یو ددی وړتیا لری چی یو کتاب خپلی ژبی وژباړی او نور تری مستفید شی، مګر ولی هیځ ځوک دا کار نکوی. ددی‬
‫تر ځنګ د اطالعاتو او کلتور وزارت په ویب پاڼه کی یوازی د وزیر صاحب معرفی وجود لری. هلته باید د سیاهینو‬
‫لپاره دیر معلومات وی ، هغه یوازنی منبع ده چی موږ نوری نړۍ ته ښودلی شو چی موږ ۳۳۳۰ کلن تاریخ او کلتور‬
‫لرو. د رئیس جمهور صاحب څخه نیولی تر واړه مامور او بیا هم تر یو معمول افغان پوری تول دا چیغی وهی چی‬
‫تاریخ لرو، مګر زموږ په مغزونو کی . راځی چی ټول السونه سره یو کړو او د خپل هویت د ژوند ساتلو په خاطر‬
                           ‫لیکنی وکړو او تاریخ د قلم په ژبه راوړو تر څو ټولو ته د یو ثبوت په توګه تر ابده پاتی شی.‬

                                                                                                         ‫اخځونه:‬

    ‫‪1. http://www.managingchange.com/bpr/bprcult/3culture.htm‬‬
    ‫‪2. http://www.insticeagestudies.com/library/concepts-of-culture.shtml‬‬
    ‫‪3. http://www.umanitoba.ca/faculties/arts/anthropology/courses/122/module1/culture.ht‬‬
        ‫‪ml‬‬
    ‫‪4. http://www.communityscience.com/pubs/CrossCulturalGuide.r3.pdf‬‬
    ‫‪5. http://www.anthrobase.com/Dic/eng/def/culture.htm‬‬
    ‫-‪6. http://www.cliffsnotes.com/study_guide/Culture-and-Society-Defined.topicArticleId‬‬
        ‫‪26957,articleId-26848.html‬‬
    ‫‪7. http://www.wholesomewords.org/missions/greatc.html‬‬
    ‫‪8. http://www.religioustolerance.org/worldrel.htm‬‬
    ‫‪9. http://www.adherents.com/Religions_By_Adherents.html‬‬
    ‫‪10. http://www.mesacc.edu/dept/d10/asb/religion/index.html‬‬
    ‫‪11. http://www.cumbria.gov.uk/elibrary/Content/Internet/536/656/3782616656.pdf‬‬
    ‫-‪12. http://www.shutterstock.com/pic-31532014/stock-vector-different-cultural-signs-and‬‬
         ‫‪symbols-vector-illustration.html‬‬
‫پای‬

Contenu connexe

En vedette

Agriculture development and food journal vol 1-issue 1
Agriculture development and food journal  vol 1-issue 1Agriculture development and food journal  vol 1-issue 1
Agriculture development and food journal vol 1-issue 1Naim Khalid
 
Agriculture development and food journal vol 1-issue 3
Agriculture development and food journal  vol 1-issue 3Agriculture development and food journal  vol 1-issue 3
Agriculture development and food journal vol 1-issue 3Naim Khalid
 
Agriculture development and food journal vol 1-issue 4
Agriculture development and food journal  vol 1-issue 4Agriculture development and food journal  vol 1-issue 4
Agriculture development and food journal vol 1-issue 4Naim Khalid
 
په خواړیزه صنعت کی مدیریت
په خواړیزه صنعت کی مدیریتپه خواړیزه صنعت کی مدیریت
په خواړیزه صنعت کی مدیریتNaim Khalid
 
آفات پنبه
آفات پنبهآفات پنبه
آفات پنبهNaim Khalid
 
"Global business" event. AIESEC in Lugansk
"Global business" event. AIESEC in Lugansk"Global business" event. AIESEC in Lugansk
"Global business" event. AIESEC in LuganskAIESEC Ukraine
 
Learning about the world’s ecosystems updated power point a
Learning about the world’s ecosystems updated power point aLearning about the world’s ecosystems updated power point a
Learning about the world’s ecosystems updated power point aingridcyriaque
 
Набір в організацію AIESEC Україна Осінь 2011
Набір в організацію AIESEC Україна Осінь 2011Набір в організацію AIESEC Україна Осінь 2011
Набір в організацію AIESEC Україна Осінь 2011AIESEC Ukraine
 
اداره و مدیریت
اداره و مدیریتاداره و مدیریت
اداره و مدیریتNaim Khalid
 

En vedette (9)

Agriculture development and food journal vol 1-issue 1
Agriculture development and food journal  vol 1-issue 1Agriculture development and food journal  vol 1-issue 1
Agriculture development and food journal vol 1-issue 1
 
Agriculture development and food journal vol 1-issue 3
Agriculture development and food journal  vol 1-issue 3Agriculture development and food journal  vol 1-issue 3
Agriculture development and food journal vol 1-issue 3
 
Agriculture development and food journal vol 1-issue 4
Agriculture development and food journal  vol 1-issue 4Agriculture development and food journal  vol 1-issue 4
Agriculture development and food journal vol 1-issue 4
 
په خواړیزه صنعت کی مدیریت
په خواړیزه صنعت کی مدیریتپه خواړیزه صنعت کی مدیریت
په خواړیزه صنعت کی مدیریت
 
آفات پنبه
آفات پنبهآفات پنبه
آفات پنبه
 
"Global business" event. AIESEC in Lugansk
"Global business" event. AIESEC in Lugansk"Global business" event. AIESEC in Lugansk
"Global business" event. AIESEC in Lugansk
 
Learning about the world’s ecosystems updated power point a
Learning about the world’s ecosystems updated power point aLearning about the world’s ecosystems updated power point a
Learning about the world’s ecosystems updated power point a
 
Набір в організацію AIESEC Україна Осінь 2011
Набір в організацію AIESEC Україна Осінь 2011Набір в організацію AIESEC Україна Осінь 2011
Набір в організацію AIESEC Україна Осінь 2011
 
اداره و مدیریت
اداره و مدیریتاداره و مدیریت
اداره و مدیریت
 

Concept of culture - د کلتور مفهوم

  • 1. ‫د کلتور مفهموم‬ ‫چمتو کوونکی: سید محمد نعیم خالد – (۲۱/۰۳/۲۱۳۲ )‬ ‫تعریف‬ ‫د کلتور مشخصات‬ ‫دکلتور انواع او دهغه برخی‬ ‫کلتورونه تدریجی تکامل کوی‬ ‫اخځونه‬ ‫------------------------------------------------------------------------------------------------------------‬ ‫کلتور د ژوند یوه الره ده. کلتور د توافق یا عدم توافق ، د خوڅښت او یا عدم خوڅښت څخه منځ ته راځی. د ‪culture‬‬ ‫کلمه چی د ‪ Herder‬جرمنی پواسطه د خلکو د ارواح یا د مینی د کلمی په نامه استعمال کړی ده ، منځ ته راغلی. د‬ ‫وخت په تیریدو سره د په امریکایی انتروپولوژی کی د ‪ Adolf Bastian‬پواسطه استعمال شوی ده. ورسته دا کلمی‬ ‫برتانوی انتروپولوژیست ‪ Edward B. Tylor‬پواسطه استعمال شوی ده.‬ ‫‪ Edward B. Tylor‬د کلتور په هکله وایی چی کلتور د انسان پواسطه د یوی جوړی شوی نړۍ په شان دی، دا نړۍ په‬ ‫خپل ځان کی ماده ایزه کلتور او زرع شوی نما لری چی د ټولنیزه ساختمانونو (سیاسی، مذهبی، اقتصادی...)، پوهی او‬ ‫معنی درلودنکی ده. کلتور یا تمدن د اتنو ګرافی په بنسټ یو داسی ترکیب دی چی پوهه، عقیده، هنر، جرعت، قانون،‬ ‫رواج او ټولی هغه توانایی او عادات چی یو فرد د ټولنی د غړی په توګه د توافق په اساس د ځان کوی.‬ ‫د تاریخ په اوږدو کی د کلتور لپاره بیالبیل تعریفونه شوی دی. مګر دا مهال کلتور ته د دوه اړخه کتل کیږی: (۱) د‬ ‫ایکولوژیکی انتروپولوژی په اساس چی کلتور د یوی وسیلی (‪ )Tool‬په نامه یاد شوی دی، چی د ټولنو لخوا د خپل‬ ‫طبیعت او چاپیریال سره د توافق لپاره کارولی دی. دا وسیله د مستحکموفزیکی وسیلو، پوهی، مهارتونو او د سازمانونو‬ ‫د شکل څخه تشکیل شوی دی. ددی تعریف له مخی محلی خلک خپل ایکوسیستم ته په پام کی نیولو سره په شته مځکو‬ ‫باندی په ګروپونو باندی ویشل کیږی. (۲) دوهم تعریف چی د نورو انتروپولوژی د علما لخوا شوی دی، ډیره ذهنی بڼه‬ ‫لری. پدی تعریف کی کلتور په ټولنیز ژوند کی د ډیری ارتباطی معنی په مطلب کارول شوی دی. دا تعریف د کلتور د‬ ‫ژبی، سمبولونو، خلکو، افعالو او خاص حوادثو څخه تشکیل شوی دی. او داسی هم وایی چی کلتورد انسان د ژوند یو‬ ‫سمبولیک، ژبنیز، او معنی لرونکی اړخ دی. ددی تر ځنګ د ټولنپوهی یا سوسیالوژۍ په اساس کلتور ته ډیر ټولنیز اړخ‬ ‫په پام کی نیول کیږی، چی د ټولنیزو سازمانونو، او عکس العملونو ... څخه تشکل شوی دی.‬ ‫باوجود ددی چی د کلتور د کلمی لپاره خاص تعریف وجود نلری، بیا دا تعریف په ډیر کتابونو او لیکنو کی استعمالیږی:‬ ‫کلتور د مشترکو باورنو، ارزښتونو، آدابو، رواجونو، رفتارونو، هنرونو یو ترکیبی نظام دی چی انسانانو د تاریج په‬ ‫اوږدو کی د د نړۍ سره او یا په خپلو منځونو کی د یو بل سره د مقابلی لپاره استعمال کړي دی او د یو نسل څخه بل‬ ‫نسل ته د زده شوی عمل په توګه انتقال مومی.‬ ‫پورتنی تعریف په څلورو برخو ویشل کیږی:‬ ‫۱.سمبولونه: وسایل، کورونه، هنری کارونه ، فامیل اړیکی، اقتصادی تبادلی، قانونی موانع او عقیده.‬ ‫۲.سیستماتیک جوړښتونه‬ ‫۰.زده کړشوی انتقاالت‬ ‫۴.ټولنیز بنسټونه‬ ‫د کلتور مشخصات‬ ‫1. کلتور زده کیږی‬ ‫2. کلتور د ټولنی د چلنونو مجموعه ده‬
  • 2. ‫کلتور د بشریت میراث دی‬ ‫3.‬ ‫کلتور هر وخت ایدیال په پام کی نیول شوی دی.‬ ‫4.‬ ‫کلتور د انسان غوښتنی ارضا کوی‬ ‫5.‬ ‫کلتور د انسانی ټولنی تولید دی.‬ ‫6.‬ ‫کلتور د انسان د ظرفیتونو نمایش دی.‬ ‫7.‬ ‫کلتور د وخت په تیریدو سره تغیریږی.‬ ‫8.‬ ‫کلتور د یو نسل څخه بل نسل ته انتقال مومی‬ ‫9.‬ ‫کلتورونو په مختلفو ټولنو کی مختلف رقمونه لری‬ ‫11.‬ ‫دکلتور انواع‬ ‫کلتورونه په دوه برخو ویشل وی دی. لمړی مادی کلتورونه او دوهم غیر مادی کلتورونه .‬ ‫۱.مادی کلتورونه : چوکۍ ، میز، یخچال، تلویزون، آس، کور..‬ ‫۲.غیر مادی کلتورونه : خلک خبری کوی. خلک مختلف عقاید لری. دین، مذهب،افتخار، اتارزښتونه، عادتونه ، د خت‬ ‫ارزښت ، نږدی والی د خلکلو تر منځ، شخصی ساحه (‪ )space‬او نفوس ( څکه چی کلتور د خلکو د روش یا کردارونو‬ ‫د مجموعی څخه عبارت ده) ...‬ ‫ددی عالوه کلتورونه کیدای شی نړیوال کلتور، غربی کلتور، اسالمی کلتور، عنعنوی کلتور، قومی کلتور، جنګی کلتور‬ ‫او داسی نورو باندی وویشو.‬ ‫د کلتور دواړه یاد شوی انواع کله نا کله د پټ او ځرګند کلتور په نوم هم یادیږی. دکلتور کلمه نن ورځ کابو هر ځوک‬ ‫استعمالوی، او ددی خلکو مطلب د دکلتور دکلمی څخه یوازی د هغه وتلی برخی دی. د ټولنپیژندنی پوهان دا برخی‬ ‫کلتور د یخ د هغه ټوټی سره مقایسه کوی چی ډیره برخه یی په اوبو کی ننوتی وی او کمه برخه یی د اوبو څخه وتلی‬ ‫وی، چی هغوی ورته د ‪ cultural iceberg‬انګریزی کلمه استعمالوی. د کلتور وتلی برخی ( یا د یخ هغه برخه چی د‬ ‫اوبو څخه وتلی وی) عبارت دی له : ژبی، دین، لباس، خواړه، قوانین، موسیقی، فلم... او دکلتور پټی برخی هغه دی چی‬ ‫څوک یی لیدلی نشی مګر جود لری. د بیلګی په توګه فرانسویان وایی موږ ډیر منطقی یو، افغانان وایی موږ ډیر غیرتی‬ ‫یو، امریکایان وایی موږ ډیر باجرعته یو...‬ ‫‪ Rousseau‬په ۳۹۹۱ کال کی پورتنی نظر ته ورته یوه نظریه ورکړه او یو ماډل یی جو کړ او کلتور یی د یو پیاز‬ ‫سره پرتله کړی او د هغه لپاره بیالبیالی طبقی (‪ ) layers‬ورکړی دی. عموما دا طبقی یا حلقی په دوه برخو ویشل شوی‬ ‫دی. لمړی باندنی او دوهم داخلی حلقی.‬ ‫ژبه : په ۱۱۳۲ کال کی د نړی حقایقو په کتاب کی ننی ژوندۍ ژبی ۹۳۹۹ ښودلی دی. پدی ډله کی ۹۸۰ هغه ژبی دی‬ ‫چی کابو هره یوه یی د یو ملیون څخه لږ خلک پری خبری کوی. مګر د نړۍ ۴۹ سلنه نفوس تشکیلوی او هغه پاتی ۹‬ ‫سلنه یی هغه ژبی د چی د نړۍ د ډیری استعمالیدونکی ژبی په نامه سره یادیږی. دا ژبی چنایی ، هسپانوی، انګریزی،‬ ‫عربی، هندی ، بنګالی، پرتګالی ، روسی او جاپانی دی.‬ ‫دین : نن ورځ په نړۍ کی ډیر دینونه وجود لری مګر دیوی احصایی له مخی چی شوی ده (۸) نن ورځ ۹۱ ډیر تمرین‬ ‫کیدونکی دی. دا دینونه بیا هر یو په خپل وار سره په نورو ګروپونو ویشل شوی دی چی بیلګه یی عیسویت دی چی په‬ ‫۳۳۳۱ نورو فرقو ویشل شوی دی او یا هم اسالم دی چی په سنی او شیعه او بیا هر یو په نورو ګروپونو سره ویشل‬ ‫شوی دی چی هر یو یی خاص تمرینونه کوی او د خاصو کلتورونو درلودونکی دی. ځین وخت داسی هم ویل کیږی چی‬ ‫دین خپله یو کلتور دی مګر په نړیوالو کتابونو او لیکنو دین هر وخت د کلتور یوه برخه بلل شوی دی. او بل توپیر یی‬ ‫دادی چی ویل کیږی چی دین د طبیعت نه نور هم لوړ دی مګر کلتور ته یوازی یو طبیعی پدیدی په توګه کتل کیږی.‬ ‫مثالونه یی خدایان،خلقت، مړه کول ، د روح ورکول، بال ګانی ، کلتوری قهرمانان یا اقسانوی قهرمانان او داسی‬ ‫نور(۳۱). په ۹۳۳۲ کال کی یوه احصایه اخستل شوی وه چی دهغه د مخی ددینونو په هکله الندی ارقام ارایه شوی وو.‬
  • 3. ‫دین خو یو واضح خبره ده چی کلتور ۳۰ سلنه برخه تشکیلوی او هغه ډیر متاثره کوی کیدای شی مثبت وی او کیدای‬ ‫شی منفی اړخ ولری.‬ ‫نفوس‬ ‫دین‬ ‫۳۳۳۲۹۴۴۹۲۲‬ ‫عیسویان‬ ‫۳۰۱۲۱۲۰۲۰۱‬ ‫مسلمان‬ ‫۳۳۳۳۹۴۰۰۹‬ ‫هندو‬ ‫۳۳۳۱۲۹۰۸۴‬ ‫بت پرستان‬ ‫۳۳۸۹۷۰۴۰۴‬ ‫چینایی فلکلوری دینونه‬ ‫۳۳۷۲۲۲۴۲‬ ‫سیکان‬ ‫۳۳۳۹۴۰۴۱‬ ‫یهود‬ ‫او د ۲۰۰۵ د کال یوی احصایی له مخی داسی ویل کیده چی ۵۵ دینونه ډیر تمرین کیږی او دځینی هغه یی چی ډیر تمرین کیږی‬ ‫په الندی ډول سره ښودل شوی وو(۹):‬ ‫دینونه د عقیدی له اړخه چی بیا هم یو کلتوری اغیزه لری په دریو برخو ویشل شوی دی:‬ ‫مونو تیزم – یاد یو خدای عبادت کول. مثال یی اسالم او یهودیت دی.‬ ‫پولی تیزم – د ډیرو خدایانو عبادت کول او عقیده درلودل. هندو او سیکان‬ ‫دطبیعی قواوو بنسټیز دین - انیمیزم – په طبیعت باندی عقیده درلودل معنی دا چی طبیعت خپله جوړ شوی او خپل ځان‬ ‫کنترولوی. ساینس پوهان . او نور طبیعی بنسټ دینونونه زوراستزیم ، منیشزم او وودو دی.‬ ‫نفوس: د نفرو تعداد هم یو اغیزناکه فکتور دی چی کلتورونه متاثره کوی. په کومه کچه چی نفوس زیاتیری په همغه‬ ‫اندازه کلتوری مثبت او منفی تغیرات منځ ته راځی.‬ ‫د فبرووی په دوهمه نیټه د امریکی د نفوس شمیرنی د اداری د یو راپور له مخی نن ورځ په نړۍ کی ۸۴۱۸۹۷۱۹۹۹‬ ‫ژوند کوی. د یو تخمین له مخی ښودل شوی ده چی د میالد په ۱ کال باندی په نړۍ کی ۳۳۰ ملیونو خلکو ژوند کوو؛ په‬ ‫۳۰۲۱ عیسوی کال کی ۳۳۴ ملیونه خلک وو ؛ په ۳۳۰۱ عیسوی کال کی ۳۳۰ ملیونه شو. او بیا ورسته د ملګرو‬ ‫ملتونو د یو تخمین څخه چی په کال کی ۴۳۸۱ کی وشو د نړۍ نفوس ۱ بیلیون شو؛ په ۷۲۹۱ عیسوی کال کی یعنی‬
  • 4. ‫۰۲۱ کاله ورسته دنړۍ نفوس ۲ بیلیونو ته ورسید؛ او ۰۰ کله ورسته په ۳۹۹۱ کی نفوس ۰ بیلیونه شو او په ۴۷۹۱‬ ‫کی ۴ بیلیونه شو او په ۷۸۹۱ کی ۰ بیلیونو ته ورسید او په ۹۹۹۱ کی یی ۹ بیلیونو خلکو ته ورسید.‬ ‫دی ته ورته کلتوری معیارونه د تولد او د ژوند اوږدوالی هم متاثره کوی. د بیلګی په توګه نن ورځ په امریکا کی نوی‬ ‫قانون تصویب شو چی ټول دولتی مامورین کولی شی خپل اوالد سقط کړی. او یا هم په چین کی چی د دوه بچیانو څخه د‬ ‫زیات اوالد درلودل اجازه نشته ده. بیا هم تولدونه نسبت مرګ ته ډیر دی نو ددی په اساس نفوس زیاتیږی او د نوی‬ ‫کلتورونو د زیږیدو المل کیږی. په ۱۱۳۲ کال کی یوه ډیټا د تولداتو او مړینو په هکله پداسی شکل سره ارایه شوی وه:‬ ‫مړینی‬ ‫تولدات‬ ‫۸ نفر په هرو ۳۳۳۱ نفرو کی مړه کیږی‬ ‫۹۱ تولدات پر هرو ۳۳۳۱ نفرو کی نوی زیږول کیږی‬ ‫۰،۰۰ ملیونه مړینی هر کال‬ ‫۴،۱۰۱ ملیونه تولدات هر کال‬ ‫۳۳۹۱۰۱ مړینی هره ورځ‬ ‫۳۳۳۳۹۰ تولدات هره ورځ‬ ‫۹۱۰۹ مړینی هر ساعت‬ ‫۳۳۳۰۱ تولدات هر ساعت‬ ‫۰۳۱ مړینی هر دقیقه‬ ‫۳۰۲ تولدات هره دقیقه‬ ‫خواړه: خواړه هم د کلتورونو د ډیرو وتلو برخو څخه شمیرل کیږی او معموال دیر شهرت هم لری. او کله ناکله د‬ ‫سټریوټایپونو (یا د سوچوونو مثبت یا منفی) المل هم کیدای شی. د بیلګی په توګه فرانسوی خواړه یا فرانسوی غذای‬ ‫نړیوال شهرت لری. جاپانی سوشی ، افغانی پلو ، هسپانوی خوګ، فرانسوی شراب، بلجیمی بیر، مراکشی کوزکوز او‬ ‫امریکایی سندیوچ... هر یو یو خاص نوم ځان ته ایستل دی او دهغه په مرسته کله ناکله خلک هم پیژندل کیږی او هغوی‬ ‫د کلتوری پاسپورت په توګه ورڅخه استفاده کیږی. خواړه عالوه ددی چی موږ ته د ژوند یوه زمینه مساعدوی ، د‬ ‫مهما ن نوازی یو سمبول بلل کیږی دبیلګی په توګه به افغانستان کی معموال په کلیو او بانډو کی چی د چا کره ورشی نو‬ ‫چای او ډوډۍ به حتما ورسره خوری که یی ونه خوری نو خفه کیږی. دخوړو مصؤنیت او امنیت هم د کلتور یوه برخه‬ ‫ګرځیدلی ده نن ورځ هغه هیوادونه چی نستبا ارام دی ښه مغذی او صحی خواړه خوری او په کیفیت پسی یی ګرځی‬ ‫حال دا چی په د دریمی نړۍ هیوادونه په کافی اندازه څه نلری چی و یی خوری او ژوند پری وکړی. خواړه دینی او‬ ‫مذهبی اړخ هم لری. ځینی خواړه په ځینی دینونو کی ممنوع دی. یوه بیلګه یی الندی جدول کی درته وړاندی کوم(۱۱):‬ ‫بودیزم‬ ‫اسالم‬ ‫عیسویت‬ ‫یهودیت‬ ‫هندویزم‬ ‫سکهیزم‬ ‫خواړه -‬ ‫دینونه‬ ‫ځینی‬ ‫هو ، مګر د وینی‬ ‫هو‬ ‫هو ، مګر د وینی‬ ‫ځینی خلک‬ ‫هو‬ ‫هګۍ‬ ‫خلک‬ ‫څخه پاکه وی‬ ‫څخه پاکه وی‬ ‫هو‬ ‫که چیری د رینت‬ ‫که چیری د رینت هو‬ ‫که چیری د‬ ‫هو‬ ‫لبنیات‬ ‫ورکی استعمال‬ ‫ورکی استعمال‬ ‫رینت ورکی‬ ‫شوی وی ، نه یی‬ ‫شوی وی ، نه یی‬ ‫استعمال شوی‬ ‫استعمالوی‬ ‫استعمالوی او یا هم‬ ‫وی ، نه یی‬ ‫که چیری یی دری‬ ‫استعمالوی‬ ‫ساعته مخکی‬ ‫غوښه خوړلی وی‬ ‫نه‬ ‫هو که چیری ذبح‬ ‫د جمعی په‬ ‫باید په کوشر‬ ‫ځینی خلک‬ ‫حالل یا کوشر‬ ‫د چرګ غوښه‬ ‫یی په اسالمی‬ ‫ورځ یی نه‬ ‫طریقی سره یی‬ ‫باید نه وی؛‬ ‫طریقه شوی وی‬ ‫خوری‬ ‫ذبح شوی وی‬ ‫نور یی خوری‬
  • 5. ‫نه‬ ‫هو که چیری ذبح‬ ‫د لنت (مذهبی‬ ‫باید په کوشر‬ ‫ځینی خلک‬ ‫حالل یا کوشر‬ ‫د وری غوښه‬ ‫یی په اسالمی‬ ‫ورځ) یی نه‬ ‫طریقی سره یی‬ ‫باید نه وی؛‬ ‫طریقه شوی وی‬ ‫خوری‬ ‫ذبح شوی وی‬ ‫نور یی خوری‬ ‫نه‬ ‫هو که چیری ذبح‬ ‫د جمعی په‬ ‫باید په کوشر‬ ‫نه‬ ‫نه‬ ‫د غوایه غوشه‬ ‫یی په اسالمی‬ ‫ورځ یی نه‬ ‫طریقی سره یی‬ ‫طریقه شوی وی‬ ‫خوری‬ ‫ذبح شوی وی‬ ‫نه‬ ‫نه‬ ‫هو‬ ‫نه‬ ‫ډیر کم‬ ‫نه‬ ‫د خوګ غوښه‬ ‫ځینی‬ ‫هو‬ ‫هو ؛ باید اغزی او‬ ‫هو ؛ باید اغزی‬ ‫ځینی خلک‬ ‫د ماهی غوښه‬ ‫خلک‬ ‫فلسونه اد د شاتیر‬ ‫او فلسونه یی‬ ‫هډوکۍ یی ورسره‬ ‫ورسره وی‬ ‫وی‬ ‫نه‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫نه‬ ‫هو‬ ‫ځینی خلک‬ ‫شیل فیش‬ ‫(دماهی یوه‬ ‫نوعه)‬ ‫نه‬ ‫نه‬ ‫هو‬ ‫کوشر شوی باید‬ ‫ځینی خلک‬ ‫ځینی خلک‬ ‫حیوانی شحم‬ ‫وی‬ ‫نه‬ ‫نه‬ ‫ځینی خلک‬ ‫کوشر شوی باید‬ ‫نه‬ ‫ځینی خلک‬ ‫الکول‬ ‫وی‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫چای او قهوه‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫مغزبات او‬ ‫سبزیجات‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫هو‬ ‫میوی‬ ‫ځینی‬ ‫هو؛ د روژی په‬ ‫ځینی خلک‬ ‫هو؛ یوازی د‬ ‫ځینی خلک‬ ‫نه‬ ‫روژه‬ ‫خلک‬ ‫میاشت کی‬ ‫‪ Yom Kippur‬په‬ ‫وخت کی‬ ‫رخصتۍ: رځصتۍ هم د ځینو کلتورونو د خاصی مشخصی څخه ده. ځینی هیوادونه ډیری رخصتۍ او خلک یی راحت‬ ‫غوښتونکی دی. د مثال په فرانسه کی دری میاشتی د معاش سره رخصتی شته. حال دا چی په جاپان کی په ټول کال کی‬ ‫یو نفر یوه اونۍ رخصتی لری. بل د رخصتیو ملی اړخ دی. د مثال په توګه د آزادی ورځ، د یو مشهور شخص ورځ او‬ ‫یا هم د ښځی او اطفالو ورځ، چی ټول کلتوروی بنسټونه او ارزښتونه لری.‬ ‫لباس : لباس هم د کلتور یوه ډیره لیدونکی او لویه برخه تشکیلوی او دا هم کیدای شی چی د کلتوری تذکری یا‬ ‫پاسپورت په توګه وکارول شی. د بیلګی په توګه پخوا به پښتون د یوی لوی زیړی لونګۍ سره وو او ښځینه وو به لوی‬ ‫لوی کمیسونه اغوستل. کوچنی کوچنی واستکټونه به هم ورسره وو او یا د افغانستان په شمال کی چپنه او قره قولی‬ ‫اغوستل دود دی. په هند کی کی د ښځینه وو لپاره ساری لباس ډیر ارزښت لری. په کارو بار او یا هم علمی ساحو کی‬ ‫معموال دریشی اغوستل کیږی. نظامیان او عسکر خاصی دریشۍ او یونیفرم لری. یهودان کوچنۍ توری او یا سپین‬ ‫رنګی خولی چی ورته ‪ Kippah‬وایی، په سر ایږدی. مسلمانی ښځی حجاب کوی. عیسوی راهبان یا دینی مشران لباس‬ ‫اغوندی ورته کسوک ‪ cassock‬وایی. کله نا کله لباس ښی وظیفی لری او کله کله سړی ګوانتاناموته هم رسوی.‬ ‫سمبولونه : سمبولونه هم هغه برخه د کلتور ده چی ډیره لیدل کیږی او د خلکو توجه ورته معطوف کیږی. ښه مثالونه‬ ‫یی د اسالم به نړۍ کی جماعت دی چی په منارونو باندی سمبال وی او د نیمه سپوږمۍ یا نیمه دایری ته ورته جوړښت‬ ‫یی په سر باندی واقع وی. او یا هم د هللا لیکل په هر ځای کی او یا هم دشنه بیراغ درلودل، چی د اسالم د وتلیو سمبلونو‬ ‫څخه دی. د یهودانو ځینی سمبولونه عبارت د له کوچنی خولی، اوږدی ږیری ، دستوری عالمه چی ورته ‪Magen‬‬ ‫‪ David‬وای، او د غواړکی یا زیوارتو په برخه کی د الس ته ورته ساختمان چی ورته ‪ hamesa hand‬وایی ، لیدل‬ ‫کیږی. د عیسویانو سمبولونه د بیلګی په توګه د ثلیب عالمه به غواړه کی اچول دی. ښه نمونه یی په الندی تصویر کی‬ ‫ښودل شوی ده(۲۱):‬
  • 6. ‫موسیقی او سینما: موسیقی د کلتور هغه برخه بلل شوی ده چی خلکو ته یو خاص هویت ورکوی. کله کله سینما د اوم‬ ‫هنر په نامه سره یادیږی. ښه مثالونه یی شرقی او غربی موسیقی. هالیود او بالیود دی. او یا هم په افغانستان کی یی ښه‬ ‫مثال د زموږ وطنی موسیقی وه چی په کلیو او بانډو کی به غږول کیده ،بیا ورسته د افغانستان کالسیکه موسیقی وه او نن‬ ‫ورځ لږ شانته د غربی او شرقی موسقی د ترکیب څخه یوه نوی موسیقی منځ ته په راتلو ده چی یو خاص کیفیت او‬ ‫خاص مشتریان به لری. د موسیقۍ په برخه کی لوی لوی فیسټیوالونه هم جوړیږی ښه مثالونه یی د کن فیسټیوال ، د‬ ‫برلین فیسټیوال، د وینیس د موسټرا فیستول، اوسکار او ځینی نور چی هر یو یی د کلتورنو د ښودلو او هنری تاریخ‬ ‫منابع بلل کیږی.‬ ‫نقاشی: نقاشی د کلتورونو یوه بله برخه ده . دا هغه برخه ده چی واقعا تاریخونه د یو نسل څخه بل نسل ته انتقالوی. مګر‬ ‫په ځینو ځایونو کی هغه ته اجازه نشته. د مثال په توګه په اسالم کی د انسان او یا د حیوان د رسم اوښکل منع بلل کیږی.‬ ‫بیا هم د طبیعت د رسامۍ او نقاشی یو لوی هنر دی او خاص کلتوری ا و اقتصادی ارزښت لری. فرضا د مونالیزا نقاشی‬ ‫چی ملیونونه ډالر ارزښت لری.‬ ‫معماری: معماری هم خاص ارزښت ځانته غوره کړی دی. پدی برخه کی عربی، ایرانی او یا هم اوروپایی کلتورنه د‬ ‫پام وړ دی. په افغانستان د اطراف خلک لوی لوی کال ګانی جوړوی. په ښارونو خلک په یو کوچنی اپارتمان کی‬ ‫اوسیږی. د دینی لحاظه په معماری کی ډیر کارونه کیږی او شوی دی. د مثال په ډول مسجدونه او کلیسا ګانی چی ډیر‬ ‫مصرف پری کیږی او په یو خاص هنری شکل سره جوړوی.‬ ‫ساینس : په معاصره نړۍ کی ساینس هم دیر د اهمیت وړ کلتوری بڼه غوره کړی ده. هغه کلتورونه چی ډیر په مخ تللی‬ ‫دی نو دیر علمی او ساینسی جایزی یی تر السه کړی دی چی د هغوی یو کلتوری هویت ځرګندوی کیدلی شی. ښه مثال‬ ‫یی د فزیک ، کیمیا او طبابت په برخه کی د نوبل جایزی دی. مګر دا جایزه کیدای شی چی نورو برخو کی هم وکارول‬ ‫شی د بیلګی په توګه ادبیات، هنرونه، صلح اود بشر حقوق.‬ ‫سپورت: سپورت هم د کلتورونو یو مهمه برخه بلل کیږی. هر هیواد ځانته سپورت لری او د هغه د منځ ته راتګ قیصه‬ ‫لری او دهغه د تکامل او یا په هغه کی دنوښتونو تاریخ لری. د مثال په توګه په افغانستان کی ووزلوبه چی اوږد تاریخ‬ ‫لری او د افغانی کلتور د مهمو شاخصونو څخه ده. دی ته ورته د نیزی او آس د ځغاستی او داسی نوری لوبی. په‬ ‫امریکی کی د بیلګی په توګه د غوایه لوبه ، په چین کی د رزمی سپورتونه او یا د فیل لوبی. په انګلستان کی ګلف او‬ ‫کریکت چی هغه هیواد کی منځ ته راغلی دی.‬ ‫داطفالو روزنه : نن ورځ په کلتورونو کی د نوی نسل روزل یو ډیر ارزښتنم ځای غوره کړی دی. د بیلګی په توګه په‬ ‫افغانی ټولنه کی په نامه د خپل اوالد سالمه روزنه وجود لری مګر په حقیقت کی هیځ هم نه ورته کوی.ښه مثال یی هغه‬ ‫د یوی هنرمندی میرمن وجیهه رستګار سندره ده چی وایی بچی مو کالن شوه ، والی بامیان شوه... دی ورته نور هم‬ ‫د اسی خیالی او تصوری کارونه وجود لری مګر نه د دولت په سطحه او نه هم په ټولنه کی دا د افغانی کلتور یوه برخه‬ ‫بلل کیږی. بلکه په فرانسه کی که چیری د یوی ښځی اوالدونه دریو ته ورسیږی نو مور حق نلری چی نور کار وکړی‬ ‫، هغه باید ټول خبل وخت د خپل اوالد په روزنه تیر کړی او معموال دا روزنه تر ۸۱ کلنۍ پوری دوام مومی.‬
  • 7. ‫جنسیت : جنسیت تنها د تناسلی توپیر په اساس نه بلکه د مینی او محبت، جنسی صمیمیت، جنسی هویت، دمثل تولید او‬ ‫جنسی روغتیا هم پکښی شامل دی. دا معموال د ښځینه او نارینه وو یو بل ته کاته دی او د ښایست تعریف دی. په هر‬ ‫کلتور کی دا تعریف بیال بیل ارزښت لری. د بیلګی په توګه افغانان کیدای داسی نجونو خوښی کړی چی توری سترګی ،‬ ‫تور ویښته، سپین رنګ او لوړه ونه ولری او افغانی نجونو هم داسی هلکان خوښ کړی چی لوړه ونه ، تور ویښتان، ښه‬ ‫اخالق او د ښی کورنۍ څخه وی، خوښ کړی. حال دا چی په اوروپا او یا په غربی نړۍ کی خالف د افغانی ذهنیت هغه‬ ‫نجونو ډیری خوښول کیږی چی شنی ستګر اوکم رنګه زیږ او یا کمرنګه خرمایی ویښتنه ولری. د جنسی هویت په کله‬ ‫باید ووایو چی په افغانی ټولنه یوازی ښځه ښځه ده او نارینه نارینه دی. مګر په نوره نړۍ کی ښځینه کولی شی د ښځینه‬ ‫سره او نارینه د نارینه سره واده وکړی یعنی همجنس بازی په قانونی توګه اجازه لری او دی خلکو ته یو خاص کلتوری‬ ‫پاسپورت ورکوی او هغوی د هغه په مرسته پیژندل کیږی. د اوالد درلودلو په هکله به ووایو چی اکثرا دینونوه پدی‬ ‫عقیده ده چی سقط جنین باید ونه شی او څومره اوالد چی درلودلی شی باید ویی لری مګر نن ورځ په هغه سیکولر‬ ‫هیوادونو کی چی دین ته خاص ارزښت نه ورکول کیږی د اوالد د درلودلو لپاره معیار ټاکل شوی دی چی باید یو یا دوه‬ ‫او یا هم یو محدود تعداد اوالد ولری. ښځه چی د ټولنی کابو ۳۰ سلنه برخه تشکلیلوی او په همغه اندازه او یا د کلتور‬ ‫په ودی ، ساتنی او هغه ښه ځرګندولو کی برخه اخلی. د اسالم له نظره ښځه خالف د نورو دینونو ډیره لوړه بلل شوی ده‬ ‫او د اسالمی مفکوری او ذهنیت په پام کی نیولو سره ښځی ته ډیر لوړ مقام ورکړ شوی دی. د ښځو نمونه په قرانکریم‬ ‫که ځو ځایه ذکر ش وی دی او ورسته د پیامبر صل هللا علیه وسلم په وخت کی ښځو معلمی کوله، ښه بیلګه یی حضرت‬ ‫بی عایشه رض وه. مګر نن ورځ په اکثریت مسلمانو ټولونو کی د ښځی ځای ډیر ټیټ او ښځی ته په ډیر سپک نظر کتل‬ ‫کیږی. په افغانی ټولنه کی ښځه معموال هغه رقم معامله ورسره کیږی لکه د حیواناتو سره . په اکثرا ځایونو کی حق‬ ‫نلری چی لیک لوست وکړی، ددی حق نلری چی په آزاده توګه د خپلی خوښی د ژوند ملګری خوښ کړی، ددی حق‬ ‫نلری چی د خپلو اساسی حقوقو څخه دفاع وکړی. بیا هم موږ افغانان پری ویاړو چی دا زموږ کلتور دی. په نورو‬ ‫کلتورونو کی هم ښځه نسبت د نارینه وو کمه بلل کیږی. د بیلګی په توګه په اګثرا اوروپایی ممالکو کی ښځی ته لږ‬ ‫معاش ورکول کیږی او یا په لوړو اداری پوستونو باندی کار نشی کولی. مګر ځینی هیوادونه لکه سویدن په هغه کی‬ ‫ښځه تقریا د نارینه په ځیر حق لری. په عمومی توګه په مسلمانه نړۍ کی ښځی ته د دیموکراسۍ په بنسټ حقوق ندی‬ ‫محیا شوی او یا دا آزادۍ تری سلب شوی دی.‬ ‫کلتورونه تدریجی تکامل کوی؟‬ ‫مخکی مو وویل چی کلتورونه تکامل کوی، دا تکامل کومی برخی احتوای کوی. البته د کلتورونو بیالبیل اړخونه تکامل‬ ‫مومی. مګر په ډیره لوړه سطح تکامل د ژبی، تعمیراتو، تکنالوژۍ، کورنی ژوندونه ، واده ، اقتصادونه او دولتونو په‬ ‫برخه کی شوی دی. او ال نور هم تکامل کوی. یوه بیلګه یی داده چی یو وخت چا دا عقیده نه درلوده چی سپوږمۍ ته به‬ ‫انسان ځی مګر نن ورځ په سپوږمۍ کی ځینی هیوادونه ځمکی ویشی. بل مثال یی دژبو تکامل دی. ژبی په تیرو وختونو‬ ‫چی ډیره تکنالوژی نه وه، ډیر ساینسی کارونه نه کیدل نو په همغه حالت پاتی وه مګر نن ورځ د نوی وسایلو او نوی‬ ‫کارونو لپاره نوی کلمی ضرور دی. نو پدی توګه ژبه ډیر تکامل کوی ( البته پدی برخه کی باید ووایو چی پښتو ژبه تر‬ ‫مستثنی ده! )‬ ‫‪ Schein‬په ۰۸۹۱ کی د کلتور مختلفی مرحلی داسی بیانی کړی دی:‬ ‫د زیږیدنی دوره‬ ‫1.‬ ‫د ډیری مخنکنۍ ودی دوره‬ ‫2.‬ ‫د اوسط ژوند دوره - دا هغه دوره ده چی په ټولنه کی ځینی رواجونه یا خاص عادات له منځه ځی.‬ ‫3.‬ ‫د بلوغ یا تکامل دوره - چی ټولنه نوره وده نشی کولی او مشبوع حالت ته رسیږی او خپلو تیرو کړو یا‬ ‫4.‬ ‫میراثونو ته بیرته مخ اړوی.‬ ‫کلتورونه کله ناکله کیدای شی ورک شی او یا هم ډیری کمی نښی یی پاتی وی. نو دا مطلب په پام کی نیولو سره د‬ ‫څلورو حاالتو سره مخامخ کیږو:‬
  • 8. ‫‪ : Acculturated‬دا هغه حالت دی چی یو ځوک خپل کلتور د یاده وباسی او دقوی کلتور یا بانفوذه کلتور یی د ځان‬ ‫لپاره غوره کړی وی. مثال یی اکثرا هغه افغانان دی چی بهر ته یی مهاجرت کړی او نن ورځ د هغه ملک په ځیر‬ ‫ګرځیدلی دی او د افغانی کلتور کوم مشخصات نلری.‬ ‫‪ :Bicultural‬دا هغه حالت دی چی یو ځوک ۳۰ سلنه خپل کلتوری مشخصات او ۳۰ سلنه دوهمی کلتور د ځان لپاره‬ ‫غوره کړی وی. پدی حالت کی مثال په افغانستان کی موسسا کیدای شی . کوم بهرنیان چی افغانستان ته راځی نو هغوی‬ ‫خپل کلتور هم لری او په ځنګ کی افغانی کلتور هم څه نا څه زده کوی.‬ ‫‪ :Traditional‬دا هغه حالت دی چی یو ځوک یوازی خپل عنعنوی کلتور د ځان لپاره غوره کړی او بل نشی منلی او یا‬ ‫یی نه غوره کوی. اکثر التین ممالک پدی حالت کی دی لکه فرانسه ، ایتالیا او هسپانیه چی نه غواړی خپله ژبه پریږدی،‬ ‫خپل کلتوری خواړه هیر کړی او یا هم خپل رقصونه او موسیقی هیره کړی.‬ ‫‪ :Marginal‬دا هغه حالت دی چی یو ځوک د هر کلتور څخه لږ لږ ځانته غوره کوی او په یو متنوع او مختلف کلتوری‬ ‫چاپیریال کی ژوند کوی. پدی حالت اکثرا هغه کسان شامل دی چی تجارتی کارونه په مخخ بیایی او یا لوړ پوړی دولتی‬ ‫چارواکی وی ، ځکه هغوی هر وخت د مختلفو کلتوری ځیرو او خلکو سره ناسته والړه کوی نو دا نوع حالت یی ځانته‬ ‫غوره کړی وی.‬ ‫اوس خبره داده چی که چیری کلتورونه تکامل کوی او د انکشاف او پرمختګ په حال کی دی نو ولی افغانی ټولنه او‬ ‫افغانان نشی کولی چی دا پرمختګونو ته غیږه پرانیزه او د هغه سره مرسته وکړی؟ ولی افغانان نه غواړی چی نو خپل‬ ‫کلتوری هویت ټولو ته مثبت وښی ؟ که چیری دری ژبه انکشاف مومی هم د یو افغان هویت لری او که پښتو پرمختګ‬ ‫کوی هم د یو افغان هویت ته ګټه رسوی. دعلم په ډګر کی څوک کار نکوی ، ډیر ځوانان په داخل او بهر کی لرو چی‬ ‫هر یو ددی وړتیا لری چی یو کتاب خپلی ژبی وژباړی او نور تری مستفید شی، مګر ولی هیځ ځوک دا کار نکوی. ددی‬ ‫تر ځنګ د اطالعاتو او کلتور وزارت په ویب پاڼه کی یوازی د وزیر صاحب معرفی وجود لری. هلته باید د سیاهینو‬ ‫لپاره دیر معلومات وی ، هغه یوازنی منبع ده چی موږ نوری نړۍ ته ښودلی شو چی موږ ۳۳۳۰ کلن تاریخ او کلتور‬ ‫لرو. د رئیس جمهور صاحب څخه نیولی تر واړه مامور او بیا هم تر یو معمول افغان پوری تول دا چیغی وهی چی‬ ‫تاریخ لرو، مګر زموږ په مغزونو کی . راځی چی ټول السونه سره یو کړو او د خپل هویت د ژوند ساتلو په خاطر‬ ‫لیکنی وکړو او تاریخ د قلم په ژبه راوړو تر څو ټولو ته د یو ثبوت په توګه تر ابده پاتی شی.‬ ‫اخځونه:‬ ‫‪1. http://www.managingchange.com/bpr/bprcult/3culture.htm‬‬ ‫‪2. http://www.insticeagestudies.com/library/concepts-of-culture.shtml‬‬ ‫‪3. http://www.umanitoba.ca/faculties/arts/anthropology/courses/122/module1/culture.ht‬‬ ‫‪ml‬‬ ‫‪4. http://www.communityscience.com/pubs/CrossCulturalGuide.r3.pdf‬‬ ‫‪5. http://www.anthrobase.com/Dic/eng/def/culture.htm‬‬ ‫-‪6. http://www.cliffsnotes.com/study_guide/Culture-and-Society-Defined.topicArticleId‬‬ ‫‪26957,articleId-26848.html‬‬ ‫‪7. http://www.wholesomewords.org/missions/greatc.html‬‬ ‫‪8. http://www.religioustolerance.org/worldrel.htm‬‬ ‫‪9. http://www.adherents.com/Religions_By_Adherents.html‬‬ ‫‪10. http://www.mesacc.edu/dept/d10/asb/religion/index.html‬‬ ‫‪11. http://www.cumbria.gov.uk/elibrary/Content/Internet/536/656/3782616656.pdf‬‬ ‫-‪12. http://www.shutterstock.com/pic-31532014/stock-vector-different-cultural-signs-and‬‬ ‫‪symbols-vector-illustration.html‬‬